'د ښځو حق په خیرات کې نه ورکول کېږي'

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسون د ښځو سره گڼې اړوندې خبرې وڅېړلې، خو ډير پام په ټاکنو کې د ښځو د گډون موضوع ته وشو.
د غونډې وينا والو ويل چې ښځې نيمه ټولنه ده نو که په ټاکنو کې اړينه ونډه وانخلي د هيواد ټولنيزه اراده به د نيمگړتيا تر شعاع لاندې راشي.
د بشر د حقونو د خپلواک کميسون مشرې سيما سمر وويل چې راى ورکول د ښځو حق بلکې يو مسوليت دى:
''په ټاکنو کې گډون نه يوازې دا چې يو حق دى بلکې يو مدني او هيوادنى مسوليت هم دى،موږ بايد په مسوليت سره په ټاکنو کې گډون وکړو، او د افغانستان د راتلونکي مشرتابه په ټاکلو او سياست کې برخه واخلو،د ښځو حق موږ ته د چا له خوا په خيرات کې نه راکول کيږي،موږ هغه مهال له خپله حقه گټه اخستى شو چې فعاله ونډه ولرو''.
کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک وايي، د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کميسون يوې بلې چارواکې حوا عالم نورستانۍ وويل چې د ټاکنود نوم ليکنې په بهير کې د ښځو گډون کم رنگه دى هغې هيله وښووله چې غونډې ته د بيلو ولايتونو څه باندې سل فعالې ښځې راغلي بايد تر بيرته ستنديو وروسته د ټاکنو پر اړه د ښځو پوهاوى لوړ کړي.
د افغان ښځو د يوې ټولنې مشرې فتانه گيلاني بيا بله ستونزه راپورته کوي نوموړې وويل چې سياسي مشرانو د تيرو ټاکنو په ترڅ کې د څو پيسو، يو ډولچه غوړيو، يا يوې بوجۍ وړو په بدل کې د هغوى رايې واخیستې او د ښځو غوښتنې يې تر پښو لاندې کړي چې په وينا يې دا ځل بايد داسې ونه شي.
د ټاکنو د خپلواک کميسیون چارواکو په وينا تر دې مهاله څه باندې يو ميلون کسانو نوم ليکنه کړې ده چې ٢٨ سلنه يې ښځې دي.
ښايي يوازې تخنيکې نيمگړتياوې او ستونزې نه وي چې د نوم ليکنې په بهير کې يې د ښځو ونډه تته کړې ده،بلکې سربيره پر دې دوديزې ستونزې هم شته او يو شمير کورنۍ خپلو ښځو ته دا اجازه نه ورکوي چې لاړې شي او د ټاکنو لپاره نوم ليکنه وکړي.
ټاکل شوې چې چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د راروان ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې پر ١٦ نيټه تر سره شي.يانې نژدې٧ مياشتې وروسته.








