ولې د ښځینه اولادونو زیږولو پړه پر میندو اچول کېږي؟

- Author, ابراهیم امیري
- دنده, لندن
په پاکستان کې یوه سړي په دې خاطر خپله یو نیم کلنه لور سیند ته واچوله چې میرمنې یې بله لور وزیږوله.
دغه سړي د ښځینه اولاد زیږولو پړه پر خپلې میرمنې اچوله او کست اخیستلو لپاره یې د خپلې ماشومې لور ژوند ترې واخیست.
ډېر ځله به مو لیدلي یا اوریدلي وي چې که د چا میرمنه په پرله پسې ډول ښځینه اولادونه زیږوي په بېلا بېلو ډولونو ګواښل کېږي.
دا اوونۍ په ستاسو نظر پروګرام کې له تاسو اورو چې ولې د ښځینه اولادونو زیږولو پړه پر میندو اچول کېږي؟
ولې نارینه خپلې میرمنې په دویم او دریم واده ګواښي؟ ولې نارینه اولاد د ښځینه په پرتله ښه ګڼل کېږي؟ د میرمنو د حقونو په اړه اسلام څه وايي؟ آیا دغه نارینه د خپلو ښځو له حقونو خبر دي؟ او د دې ناوړه کړونو مخنیوي څنګه شونی دی؟
د دې موضوع په هکله خپل نظرونه او شخصي تجربې راسره د سې شنبې په ماښام (د سپتمبر ۱۷مه) په ستاسو نظر پروګرام کې شریک کړئ.
پروګرام ته ماښام په دې شمېرې مخامخ ټېلېفون وکړئ.
٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
خپل لنډ ټېلېفوني پيغامونه/ايس ايم ايس په دې شمېرې راواستولی شئ
٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨
او د بي بي سي په پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه راته پریښودلی شئ.








