د بدخشان وضعیت ارزونې لپاره پلاوی ټاکل شوی

د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې د بدخشان ولایت او په ځانګړي ډول د وردوج ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره یو پلاوی دغه ولایت ته ولېږي.
دا پلاوی په بدخشان کې د وسله والو له خوا د ۱۸ پولیسو له وژل کېدو څو ورځې وروسته د دغې دندې لپاره ګومارل کېږي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازي ادعا کوي، چې د افغانستان په حکومت کې یو شمېر کړۍ د بدخشان د ناامنۍ تر شا لاس لري او په جګړه کې ښکېلو غاړو سره مرسته کوي.
ګلستان شینواری خپل رپوټ کې کاږي، چې په بدخشان کې د ناامنۍ او د دغه ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو د وژل کېدو مسله هغه مهال د ولسي جرګې د بحثونو په اجنډا کې شامله شوه، چې په دې جرګې کې د بدخشان یو شمېر استازي د دغو پېښو په اړه د حکومت او ملي شورا د ناپامۍ په اعتراض کې له تالاره ووتل.
دغو جرګه والو وړاندیز وکړ، چې د بدخشان د وضعیت د بې پرې ارزونې لپاره دې له پارلمانه یو پلاوی وګومارل شي، چې په دغه ولایت کې روان امنیتي حالت و ارزوي او راپور یې ولسي جرګې ته وړاندې کړي. ولسي جرګې کې د بدخشان استازې فوزیه کوفي:
" متاسفانه زموږ سیاستوال په دغه سیمه کې هم د طالبانو ملاتړ کوي او هم د سیمه ییزو پولیسو ملاتړ کوي. په دغه سیمه کې یې د جګړې اور د دې لپاره بل کړی، چې هلته خپله بقا تضمین کړي. زموږ خلک هره ورځ په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تلفات ورکوي.
په پای کې د جرګې مشرتابه د یوه پلاوي د ګومارلو پرېکړه وکړه او د دغه پلاوي د غړو نومونه یې اعلان کړل.
بدخشان ولایت د پامیر او هندوکش غرونو د درو په اوږدو کې د پاکستان له چترال سیمې سره اوږده پوله لري.
د دغه ولایت لوړو غرونو د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته دلته د فعالیت زمینه برابره کړې ده. دوی د دغو غرونو په کږلېچنو سیمو کې د حکومتي ځواکونو پر وړاندې په کمین نیولو کې بریالي کېږي.
افغان چارواکي وايي، وسله وال طالبان بدخشان ته له پاکستانه د چترال له لارې را اوښتي دي.








