کرزي د شکایتونو کمېسیون پنځه کسیزه ډله وټاکله

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هېواد د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمېسیون له خوا له پنځلس کسیزه نوملړه پنځه کسان ټاکلي دي.
د چارو د ادارې لوی ریاست او د وزیرانو شورا د دارالانشاء له لوري خپره شوې ویناپاڼه کاږي، ولسمشر دا کار د اساسي قانون د ۱۵۶ مادې له مخې کړی.
د دوشنبې په ورځ (سنبلې/وږي ۲۵) خپره شوې ویناپاڼه وايي، دغه کسان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او ټاکنیز کمېسیون د تشکیل، دندو او صلاحیتونو د قانون د ۲۲ مادې د ۴ مادې له مخې ټاکل، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
۱- عبدالستار سعادت
۲- ریدا عظیمي
۳- نادر محسني
۴- عزیزالله اریافر
۵- پیغمبر قل دوغن
د چارو د ادارې لوی ریاست او د وزیرانو شورا د دارالانشاء مرستیال نجیب الله امین بي بي سي ته وویل، د ولسمشر د فرمان له مخې به دغه پنځه کسیزه ډله د کمېسیون مشر، د دارالانشاء مرستیال او منشي وټاکي.
نوموړی وايي، دغه کسان په ټاکنیزو چارو کې تجربه لري، چې په وینا یې اغلې ریدا د دغه کمېسیون مخکنۍ غړې هم وه.
که څه هم اعلامیه کې ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو وايي چې دغو کسانو د شکایتونو د اورېدو له کمېسیون سره خپله لومړنۍ ناسته کړې او رسماً یې کار پیل کړ.
د سپتمیر پر ۱۱مه، د غوراوي کمېتې په دغه نوملړکې چې په خبریالانو وېشل شوی و، پنځه پښتانه، څلور تاجک، دوه ازبک، درې هزاره او یو ترکمن ټبره وو.
د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمېسیون دنده لري، چې ټاکنو کې د ټولو نوماندو اسناد وڅېړي او د ټاکنو او له هغه وروسته همه د خلکو د شکایتونو په تړاو پلټنې وکړي.
د ټاکنو د مهال وېش له مخې، په پام کې وه، چې دغه نوملړ د سنبلې/وږي پر دویمه یعنې درې اونۍ وړاندې بشپړ شوی وای، خو د غوراوي په کمېټه کې د مدني ټولنې د غړي پر سر راټوکېدلې لانجې دغه څه له خنډ او څنډ سره مخامخ کړل.








