افغان پولیس د ماشومانو د وژنې په تور نیول شوي

د افغانستان په شمال کې اته پولیس وروسته تر هغه نیول شوي، چې د کبانو د ښکار پرمهال یې پر یوه بند د راکټو ډزې وکړې.
دغه پولیس د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کې د شپږو افغان ماشومانو د وژلو په تور نیول شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغو شکمنو افسرانو د ماشومانو د ګڼې ګوڼې ځای ته څېرمه د اوبو پر یوه بند د کب نیولو پرمهال راکټونه ویشتلي.
خو په یوه بل راپور کې ویل شوي، چې دغه شپږ ماشومان د یوه مان په چاودنه کې وژل شوي.
پېښه کې لږترلږه دوه نور ماشومان ټپیان شوي.
د دوشي د پولیسو مشر بي بي سي ته ویلي، په اتو نیول شویو پولیسو کې د ولایتي شورا د مشر زوی هم دی.
دی وايي اوس د پېښې په اړه پلټنې روانې دي چې تر یوې اونۍ پورې به دوی خپلې پلټنې بشپړې کړي.
د پولیسو یوې بلې سیمه ییزې سرچینې کندوز کې د بي بي سي خبریال ته ویلي، ماشومان د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې وژل شوي.
سرچینه وايي، ماشومانو دغه مرمۍ د همدغه بند پر څنډه موندلې چې پولیسو په کې د تېرې جمعې پر ورځ کبان نیول.
د دوشي ولسوال شمس الدین سرحدي وايي "ځینو ماشومانو خپل څاروي پوول چې د اوبو بند ته نژدې ناڅاپه چاودنه پرې وشوه".
خو د تېرې سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې وویل، چې شکمن پولیس د تېرې جمعې پر ورځ پر یوه بند د راکټو د ډغو له کبله نیول شوي دي.
دوی په ناقانونه توګه د حکومتي وسلو د کارولو په ناسمه کارونه ملامت شوي.
د کورنیو چارو وزارت دا قضیه پوځي څارنوالۍ ته حواله کړې ده.








