پوليس: کندوز کې مو ۱۳ وسله وال وژلي
په کندوز کې چارواکي وايي د چار درې، دشت ارچي او د مرکز په کرپل کلي کې يې د جلا عملياتو پر مهال ۱۳ وسله وال وژلي او ۲۹ نور يې نيولي دي.
د کندوز د پوليسو وياند سيد سرور حسيني وايي له نيول شويو سره يې وسلې هم نیولي دي.
ښاغلی حسيني ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې يې د قاري لطيف په نوم د طالبانو يو قومندان هم وژلی دی.
طالبانو تر اوسه د خپلو ملګرو د وژل کېدو او نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
خو ادعا کوي چې د چاردرې په عملياتو کې يې څلور سيمه ييز پوليس وژلي دي.
پوليس دغه ادعا نه مني.




