فراه:د پولیسو پر کاروان برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

د وسله واله طالبانو له خوا فراه ولایت کې د پولیسو پر یوه کارون برید شوی او په پایله کی ۱۵پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
چارواکی وایی پېښه کې د لویو لارو د کنډک د ارکانو ریس او د فراه د امنیې قوماندانۍ د استخباراتو مرستیال هم وژل شوي دي.
پرون" اګست ۲۸ مه" مازدیګر د پولیسو یو کاروان هغه مهال د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا په نښه شو چې د چارواکو په وینا د امنیتي پوستو د وضعیت د ارزونې په موخه د هرات کندهار پر لویه لاره روان و.
برید د ګلستان ولسوالۍ او بکوا ترمنځ په یوه پرته سیمه کې شوی او د فراه د والی ویاند عبدالرحمن ژوندي په وینا په پایله کې یې د لوی لارې د کنډک د ارکانو ریس او د فراه د امنیی قوماندانۍ د استخباراتو د مرستیال په ګډون ۱۵ پولیس وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي.
نوموړی وایي وسله والو مخالفینو ته په دې نښته کې د اوښتي احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نه لري خو طالبانو ویلي په دې پېښه کې یوازې دوه وسله وال طالبان وژل شوي.
فراه د افغانستان لوېدیځ کی ناامنه ولایت دی.
دوې ورځې مخکې هم د هرات کندهار پر لویه لار د فراه رود په سیمه کې پر یوه اکمالاتي کاروان د وسله والو طالبانو له خوا برید وشو چې په پایله کې یې د کاروان ۶ موټر چلونکی ووژل شول او ۴۰ ټانکرونه یی هم وسوځېدل.




