د ملکي افغانانو قاتل عسکر په عمري بند محکوم شو

د رابرټ بېلز او مېرمنې تر منځ یې یوه ثبت شوې ټیلیفوني مکالمه ښيي، چې افغانستان کې د وژنې په باب یې په خندا خبرې کولې.
پوځي څارنوالان
د عکس تشریح، د رابرټ بېلز او مېرمنې تر منځ یې یوه ثبت شوې ټیلیفوني مکالمه ښيي، چې افغانستان کې د وژنې په باب یې په خندا خبرې کولې. پوځي څارنوالان

هغه امریکايي عسکر چې پروسږ کال یې په کندهار کې ۱۶ ملکي افغانان ووژل، د بښنې له احتماله پرته په عمري بند محکوم شو.

د ویتنام له جګړې وروسته د امریکايي پوځي له خوا د ملکي کسانو د وژنې دغه پېښه ناوړه بلله کېږي.

نوموړی د شپې مهال کندهار کې دوو کلیو ته لاړ او پر ملکي کسانو یې ډزې وکړي.

د پېښې ډېرې قربانیان ښځې او ماشومان وو. دا د تورون لپاره ممکنه سخته سزا وه، ځکه نوموړي دوې میاشتې مخکې د اعدام له سزا نه د بچ کېدو لپاره له څارنوالانو سره د هوکړې له مخې پر خپل جرم اعتراف وکړ.

که څه هم دغه امریکایی سرتېری د بښنې احتمال نه لري، خو له نظري پلوه، ښايي له ۲۰ کلونو بند وروسته وتوانیږي، چې د مشروطې ازادۍ غوښتنه وکړي.

د رابرټ بېلز محاکمه، چې د امریکا په شمال لوېدېځ واشنګټن ایالت کې تر سره شوه، پنځه ورځې وخت یې ونیو.

یو شمېر شاهدان او د قربانیانو خپلوانو د محکمې پرېکړې ته غبرګون کې وویل، دوی د دغه " قاتل " لپاره د اعدام سزا تمه درلوده.

د محکمې د پرېکړې پر مهال ۳۹ کلن رابرټ بېلز هېڅ غبرګون څرګند نه کړ.

د هغو عیني شاهدانو ژباړن چې د دې محاکمې لپاره له افغانستانه امریکا ته تللي وو، د پرېکړې له اورېدو وروسته د دوی لور ته د بریالیتوب نښې په توګه ګوتې پورته کړې، خو داسې نه معلومېده، چې ټول شاهدان د پرېکړې په باب خوښ وو.

د اعدام غوښتنه

د ځايي خبریالانو په وینا د "کندهار وژنو " یوه عیني شاهد، له محاکمې وروسته وویل:

"موږ غوښتل، دا قاتل اعدام شي، په دومره اوږدو لارو له افغانستانه ځکه راغلي وو، چې عادلانه پرېکړه واورو، خو دا پرېکړه عادلانه نه ده"

د امریکا پوځ ۹ افغانان د دې لپاره واشنګټن ایالت ته لېږدولي وو، چې په پوځي محکمه کې شهادتونه ورکړي.

له شاهدانو څخه یو حاجي محمد وزیر نومیږي، چې مور، مېرمن او شپږ زامن یې دغه برید کې له لاسه ورکړي دي.

د حاجي وزیر په وینا له هغې شپې وروسته یې ژوند شېندل شوی دی.

د امریکا حکومت حاجي وزیر ته ۵۵۰ زره ډالر د غرامت په توګه ورکړي دي.

د قربانیانو کورنیو په ټول کې د غرامت په توګه یو میلیون ډالر تر لاسه کړي دي.

د محاکمې په وروستۍ ورځ رابرټ بېلز د خپلې کړنې لپاره تاسف څرګند کړ او ددغه کار سبب یې ډار او کاذب زړورتوب وباله.

خو پوځي څارنوالانو د رابرټ بېلز پښیمانۍ رد کړه. د هغوی په وینا د رابرټ بېلز او مېرمنې تر منځ یې یوه ثبت شوې ټیلیفوني مکالمه ښيي، چې افغانستان کې د وژنې په باب یې په خندا خبرې کولې.

د نوموړي مدافع وکیلانو وویل، چې د هغه او مېرمنې تر منځ یې له تيلیفوني اړیکې څخه ناسمه اخیستنه شوې.

رابرټ بیلز ویلي، دا چې تل غوسه و او بې کچې شراب یې څښل عصباني و. هغه چې افغانستان کې مېشت و، نو یې هم الکلي مشروب څښل او مخدرات یې کارول.