باميانو کې له کنسرتونو سره د ملايانو مخالفت

د ځوانانو د نړيوالې ورځې د لمانځلو په موخه نن په باميانو ولايت کې سندر غاړي او سلګونه ځوانان او هنرمندان سره راټول شوي او سندريز کنسرتونه وړاندې کوي.
محمود کوچۍ په خپل راپور کې کاږي، په دغو کسانو کې د باميانو تر څنگ د پلازمېنې کابل او ځينو نورو ولايتونو نه هم يو شمير ځوانان وربلل شوي دي.
خو د باميانو د عالمانو شورا پر دغې غونډې نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د دوى په ولايت کې دې داسې غونډې نه لمانځل کيږي چې په هغو کې ښځينه سندرغاړې سندرې ووايي.
د ځوانانو دغه کنسرټ چې ټيک د بودا نړېدلې مجسمې ته څيرمه د کوټلو امنيتي گامونو په پورته کولو سره جوړ شوى د لسگونه نارينه هنرمندانو تر څنگ يو شمير ښځينه سندرغاړو هم په کې سندرې وبوللې.
د کنسرټ په لومړى برخه کې د باميانو سيمه ييزو سندرغاړو هزاره گي سندرې وويلي چې تر ډيره د گډونوالو د پام وړ وگرځيدې.
دا رنگه د باميانو سيمه ييزو چارواکو ورغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست او هر کلي تر څنگ له هغوى وغوښتل چې ورته نورې غونډې هم په دغه ولايت کې جوړې کړي.
دوی له خلکو وغوښتل چې د دغه ولايت لرغونتوب يو ځلې بيا د نړيوالو په ذهنونو کې ژوندۍ کړي.
د عالمانو مخالفت
په ټوله کې د دغه کنسرټ په ترڅ کې بولل شوې سندرې د افغانستان، افغانو ميرمنو، ملي يووالي او د سولې په اړه وې او تر څنگ يې د تياتر هغه نندارې هم وړاندې شوې چې له کابله ورغلو ځوانو هنرمندانو وړاندې کړې.
خو د باميانو د عالمانو شورا د همدغه کنسرټ سره په مخالفت کې غونډه وکړه او هغه يې په سختو ټکو کې وغانده.
هغوى ويل چې د دوى په ولايت کې دې ښځينه سندرغاړې دا وړ کنسرټونه نه جوړوي، چې وروسته د ځينو مخورو په منځگړيتوب دغه ستونزه هواره شوه.
دا لومړى ځل نه دى چې په افغانستان کې د دا وړ کنسرټونو د جوړولو سره مخالفت کېږي، تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د يو واټ پر سر د جوړ شوي کنسرټ سره مخالفت وشو او د پوليسو له خوا د دغه کنسرټ د جوړولو مخنيوى شوى و.








