له طالب استازو سره د سولې 'انفرادي' خبرې شوې

د افغانستان د سولې عالي شورا ومنله، چې په نارسمي او انفرادي ډول یې په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې له طالبان استازو سره د سولې خبرې کړې دي.
خو دغه شورا وايي، له طالبانو سره یې مخامخ د سولې رسمي خبرې نه لا هم دې پيل شوې.
په قطر کې د طالبان د دفتر له تړل کېدو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې بندې شوې دي.
حفیظ الله معروف پخپل راپور کې لیکي، د سولې عالې شورا په کور د ننه او نړیواله کچه هڅې پيل کړې، چې په قطر کې د طالبانو دفتر بېرته پرانیستل شي.
د طالبانو د رژیم یو پخواني دیپلومات او سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر حبیب الله فوځي بي بي سي ته ویل، په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې په انفرادي او نارسمي ډول د سولې خبرې له طالبانو سره شوي.
د سولې د عالي شورا دغه مرکچي د چا نوم وانه خیست، چې له چاسره یې خبرې شوې خو وايي دغه نارسمي خبرې په تېرو څو میاشتو کې شوې دې.
ځینو لوېدیځو رسنیو د ښاغلي فوځي له قوله ویلي، چې په دوبۍ کې د سولې عالي شورا غړو د طالبانو له مرکچي ملا عباس ستانکزي سره کتلې، خو ښاغلي پوځي بي بي سي ته وویل، چې دی له دغې کتنې مالومات نه لري.
په دوحه کې د طالبانو یوه استازي هم اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته د سولې له عالي شورا سره د طالب استازو خبرې تایید کړې دي.
افغان حکومت هڅه کوي، له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، خو طالبانو پخوا ویلي، چې دوی د افغانستان له حکومت سره خبرو ته زړه نه ښه کوي.
ځکه دوی باور کوي، چې پر افغانستان بهرنیو ځواکونو یرغل کړی او باید له هغوی سره خبرې وشي.








