برتانوي پوځيانو د سنګین عملیاتو کې ګډون کړی

د افغان پوځ په مشرۍ د یوې اوونۍ عملیاتو کې برتانوي پوځيان هم د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د هلمند سنګین کې د طالبانو د ځپلو لپاره سنګین ته تللي دي.
د افغان پوځ قومندانانو سنګین کې د عملیاتو پرمهال له برتانوي پوځيانو مرسته غوښتې ده.
هلته نژدې ۸۰ برتانوي پوځيان تللي چې د بوسټین برتانوي پوځي اډې اړوند سرتېري دي.
د برتانیا دفاع وزارت ویلي، په دې عملیاتو کې ځینې وسله وال وژل شوي یا نیول شوي، خو وايي برتانویانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د وسلو نیول
د برتانیا <link type="page"><caption> سنډې ټایمز </caption><url href="http://www.thesundaytimes.co.uk/sto/" platform="highweb"/></link>ورځپاڼې په حواله، د دفاع وزیر فیلیپ هامونډ پخپله دغې سیمې ته د برتانوي پوځيانو د ورستنېدو امر کړی.
ویل کېږي، چې هلمند کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ جګړو کې ۱۰۶ برتانوي پوځيان وژل شوي.
سنډې ټایمز وايي، د پوځيانو پروړاندې ننګونه لویه ده.
د افغانستان حکومت په ځینو ختيځو او سوېلي ولایتونو کې د لومړي ځل لپاره د افغان پوځ په مشرۍ خپلواک عملیات پیل کړي، خو هلمند کې یې له برتانوي پوځيانو مرسته غوښتې ده.
ویل کېږي د عملیاتو پرمهال د افغان ملي اردو له خوا تر ۳۰ ډېر ماینونه نیول شوي او یا شنډ کړای شوي دي.
او وايي چې په وسلو بار د اورپکو دوه موټر هم نیول شوي.
'ګواښونکې سیمه'
د برتانیا دفاع وزارت پخپله هلمند کې له خپلې اډې بهر د سنګین عملیاتو کې د ګډون لپاره خپلو سرتېرو ته د ورتګ امر کړی.
برتانیا وايي چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ برتانوي پوځيانو د سنګین د اوسېدونکو لپاره امنیت راوست، اورپکي یې له سیمې وشړل، په سیمه کې افغان حکومت پښې ټينګې کړې او هلته اقتصادي پروژې پیل شوې.
هلمند کې د برتانوي پوځيانو یوه قومندان روپرت جونز وايي ''دغه عملیات تېره اوونۍ پیل شوي، خو مشري یې د افغان ځواکونو پرغاړه ده''.
نوموړی دا هم وايي چې ''دا یو ډېر ښه پرمختګ دی، چې افغان ځواکونه خپلواک عملیات کولای شي''.








