دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډې زیاتولو نوې طرح

د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون، په دولتي ادارو کې مېرمنو ته د ډېرې ونډې په اړه یوه طرحه جوړه کړې ده.
په نوې جوړه شوې طرحه کې، د افغانستان د ټولو ولایتونو د استازو نظرونه راټول شوي او په ازمايښتي توګه لومړی په کابل او بلخ کې پلي کېږي.
څارونکي په دې باور دي، چې دغه طرحه د مېرمنو د ملاتړ په برخه کې پاموړ مرسته کولی شي.
په اړه يې ماریا محب له کابله رپوت کې وايي، چې لسګونه مېرمنې د یوه پنځلس دقیقه يي فلم لېدو ته راټولې شوې وې.
د دغه فلم کیسه، چې د مېرمنو په زیار او د دوی لخوا د ژوند د سختیو پر زغملو راڅرخي، ټول یې لیدو ته ورمات کړي دي.
د دغه فلم کیسه دا پیغام رسوي، چې مېرمنې هم له نارینه وو، کمې نه دي او په دولتي بستونو کې دې ډېر ځای ورکړل شي.
د افغانستان د ملکي خدمتونو و اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون د جندر برخې مشره نایله ناصري وايي:
" په ملکي خدمتونو کې د مېرمنو د ظرفیتونو د لوړوالي" پروګرام چې لا وړاندې په آزمایښتي توګه په بلخ کې پیل شوی و، اوس به په کابل کې پیل شي.
"د مېرمنو شبکه د دوو اساسي موخو لپاره جوړه شوې ده. د افغانستان د ملکي خدمتونو په ادارو کې د مېرمنو پراخ حضور او د دولت د رهبری په کچه د وړتیا درلودونکو مېرمنو د کچې زیاتوالی دی. دغه شبکه تېره اونۍ په بلخ ولایت کې جوړه شوه. "
د دغې ادارې د ملکي خدمتونو د برخې عمومی مشر احمدمسعود توخی ژمنه کوي، چې په دولتي ادارو کې به د مېرمنو لپاره لا ډېره زمینه برابروي.
" د ملکي خدمتونو په اداره کې د د ښځینه مشرانو د شبکې جوړېدل، په مشخصه توګه د افغانستان د خدمتونو په اداره کې د ښځينه رهبرانو پېژندنه ده. افغان دولت ژمنه کړې، چې د افغانستان د ملکي خدمتونو په ادرو کې د مېرمنو د پراخ حضور لپاره زمینه برابروي."
تېر کال د افغانستان په اړه د توکیو په غونډه کې یوشمېر مېرمنې د ملي پراختیا د ستراتېژۍ له مخې د هېواد په دولتي ادارو کې د مېرمنو له دېرش سلنې د ډېرې ونډې غوښتونکې شوې وې.
سره له دې چې په تېرو لسو کلونو کې تل په بېلابېلو ملکي ادارو کې د مېرمنو د فعالې ونډې خبرې شوي، خو دامنیتي سکتور په څېر په ځینې نورو برخو کې یې ونډه ډېره کمرنګه ښکاري.
چارواکي وايي، د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې عامه پوهاوی دې ته زمینه برابرولای شي، چې کورنۍ مېرمنو ته له کوره بهر د کار کولو اجازه ورکړي.








