"د واک سوله ییز لېږد ډاډمن راتلونکي ته اړین دی "

ولسمشر کرزي ژمنتیا ښوولې چې د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره به هڅې کوي.
د عکس تشریح، ولسمشر کرزي ژمنتیا ښوولې چې د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره به هڅې کوي.

کابل کې د مدني ټولنې غړو، د ملي شورا یو شمېر استازو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې په راڼه ډول د راتلونکو ټاکنو تر سره کېدل او د واک سوله ییز لېږد د افغانستان د خوندي او ډاډمن راتلونکي لپاره اړین وباله.

( افغانستان، له کړکېچه د خلاصون لارې) تر سرلیک لاندې دغه غونډه کې د ګډونوالو له خوا د هېواد د روانو ستونزو لامل په حکومت کې شته فساد او د وړتیا نشتوالی وبلل شو.

کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری دې غونډې ته ورغلی و، چې خپل رپوټ کې کاږي، د غونډې ګډونوالو له افغان حکومته غوښتنه وکړه، چې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي او په کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره زمینه برابره کړي.

په دغه غونډه کې د مدني ټولنې لسګونو غړو، د ملي شورا څو تنو استازو، د پوهنتون یو شمېر استادانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د غونډې د ګډونوالو په استازیتوب څو تنو ویناوې وکړې.

د حکومت کمزوری مدیریت، د نړیوالو مرستو ناسمه کارونه او د خلکو ستونزو ته نه پاملرنه د افغانستان د روانو ستونزو لاملونه وبلل شول، خو وینا والو اداري فساد د دغو ټولو نیمګړتیاو سرچینه وبلله.

د غونډې یوه تن ویناوال تاج محمد ایوبي وویل، د حکومت بې غورۍ د هېواد راتلونکی له ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

په غونډه کې له روان کړکېچ څخه د وتلو لپاره د راتلونکو ټاکنو په راڼه او ولسواک ډول تر سره کېدل او د واک سوله ییز لېږد یو اړین ګام وبلل شو.

د غونډې یوه ویناوال داوود سلطان زوی ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه او افغان دولت باید د دغه هېواد د راتلونکو ټاکنو روڼوالي او بریا ته زمینه برابره کړي.

تر دې دمخه هم په دې وروستیو کې یو شمېر مدني ټولنو په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو او د خلکو د کمې ونډې د شونتیا په اړه اندېښنې څرګندې کړې او له حکومت او نړیوالې ټولنې یې دغې مسلې ته جدي پام غوښتی دی.

نړیوالې ټولنې، افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر حامد کرزي راتلونکې ټاکنې او سیاسي لېږد د افغانستان د راتلونکي لپاره اړین پړاو بللی او ژمنتیا یې ښوولې چې د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره به هڅې کوي.