د سپین بولدک دروازه کې ځانمرګی برید شوی

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي یوه ځانمرګي برید لږترلږه د سرحدي پولیسو د قومندان په ګډون دوه تنه وژلي او اته نور یې ټپیان کړي.
په ټپیانو کې دوه پولیس دي.
کندهار کې سیمه ییز خبریال مامون درانی وايي، ددغه ولایت د والي ویاند جاوید فیصل ویلي، چې برید نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د سپین بولدک ولسوالۍ او د پاکستان د چمن ښار ترمنځ په سرحدي دروازه کې شوی.
ښاغلی فیصل وایي چې په دغه ځانوژونکي برید کې د اختر محمد په نوم د افغان سرحدي ځواکونو یو قومندان او یو ولسي وګړی وژل شوي.
نوموړی زیاتوي چې بریدګر پلی و او ادعا کوي چې د پولې له هغې غاړې پاکستانه راوښتی و.
په سیمه کې عیني شاهدان وایي چې په دغه ځانمرګي برید کې د پاکستان پنځه تنه سرحدي پولیس هم ټپیان شوي، خو د کندهار سیمه ییز چارواکي یې په اړه ناخبري ښيي.
طالبان
وسله وال طالبانو ددغه برید مسولیت منلی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې په دغه برید کې د اختر محمد په ګډون ټول وژل شوې او ټپیان افغان سرحدي پولیس دي.
خو همدغه طالب ویاند لږ وروسته وویل، چې د دوی معلومات نیمګړي وو او دا به مالومه کړي، چې ایا دا ځانمرګی برید و او که چاودنه.
تر چاودنې وروسته د سپین بولدک په بشپړه توګه تړل شوی او له چاودنې سره سم د دواړو هېوادونو پوله ساتونکو او امنیتي کسانو په مورچو کې چمتووالی نیولی.
د چاودنې یوه عیني شاهد ویلي، د پېښې پرمهال له پولې دواړو غاړو ته خلک د اوښتو په حال کې وو.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن له سرحدي سیمې د ناټو ځواکونو اکمالات راوړل کېدل.
د شمېرو له مخې، د چمن له سرحده هره ورځ دواړو غاړو ته نژدې شل زره کسان تګ-راتګ کوي.
دا د روان ۲۰۱۳ کال له پیله سپین بولدک کې دویم ځانمرګې برید دی.
د ۲۰۱۳ د جنوري په میاشت کې په ددو ځانمرګو بریدونو کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او د درېیو پولیسو په ګډون ۱۵ نور ټپیان شوي وو.








