افغان ځواکونو ته د ټولو عملیاتو مشري وسپارل شوه

اوسمهال افغانستان نژدې ۳۵۰ زره ځواکونه لري، چې تر ډیره د بهرنیو تجهیزاتو پرمټ ولاړ دي، چې کافی نه ګڼل کیږي.
د عکس تشریح، اوسمهال افغانستان نژدې ۳۵۰ زره ځواکونه لري، چې تر ډیره د بهرنیو تجهیزاتو پرمټ ولاړ دي، چې کافی نه ګڼل کیږي.

نن (جون ۱۸/غبرګولي ۲۸) په رسمي ډول په افغانستان کې د امنیتي مسؤولیتونو مشري له ناټو ځواکونو افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

افغان ولسمشر حامد کرزي په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، افغان ځواکونه د امنیتي مسولیتونو مشرتابه منلو ته چمتو دي، خو ټینګار یې وکړ، چې دغه ځواکونه باید په درنو وسلو او الوتکو سمبال شي.

دغې غونډې ته زموږ همکار ګلستان شینواری ورغلی و، چې وايي د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن ډاډ څرګند کړ، افغان ځواکونه د امنیتي مسؤولیتونو د سمبالښت وړتیا لري، خو ویې ویل چې په دې لاره کې لا هم ستونزې موجودې دي.

افغان او ناټو چارواکو افغان امنیتي ځواکونو ته په بشپړ ډول د ټول هېواد د امنیتي مسولیتونو د مشرۍ پر سپارل کېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دغه ځواکونه د دې چارې د پرمخ وړلو وړتیا لري.

پنځم پړاو

افغان ولسمشر حامد کرزي په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، په راتلونکو څو میاشتو کې به د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد پنځم او وروستی پړاو پیل شي، چې په بشپړېدو به یې د ټول هېواد امنیتي چارې پخپله افغان ځواکونه پر غاړه اخلي.

ولسمشر کرزي ډاډ څرګند کړ، چې افغان ځواکونه د دې چارې د پر مخ وړلو توان لري، خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه، چې د درنو وسلو او هوايي ځواک د سمبالښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ښاغلي کرزي له افغان ځواکونو وغوښتل چې د عملیاتو پر مهال د ولسي مرګ ژوبلو مخنیوی وکړي او د ټپیانو له لېږدولو پرته په هېڅ شرایطو کې په کلیو او ولسي مېشتځایونو کې هوايي ځواک و نه کاروي.

نوموړي د ترهګرۍ ضد جګړې په ډګر کې له امریکا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې اړه د ده په وینا روښانه سیاست غوره کړي.

ښاغلي کرزي د پاکستان له حکومته هم غوښتنه وکړه، چې د ترهګرو د ځالو په له منځه وړلو کې کوټلي ګامونه واخلي.

د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن وویل، د اړتیا په صورت کې له افغان ځواکونو سره مرستې کوي، خو د مشرتابه چارې به افغان ځواکونه په غاړه اخلي:

ملاتړ

''موږ به د اړتیا په صورت کې د عملیاتو پر مهال له افغان ځواکونو سره خپل ملاتړ روان وساتو، خو له دې وروسته به د دغو عملیاتو پلان جوړونه، اجرا او مشري پر غاړه وانه خلو. د ۲۰۱۴ کال تر پایه به زموږ جګړه ییز ماموریت بشپړ شي. هغه مهال به د افغانستان امنیت په بشپړ ډول د افغانانو له خوا خوندي شي''.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې په دې برخه کې لا هم ستونزې موجودې دي، خو د حکومتولۍ د ودې، اداري فساد ضد مبارزې او د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې د افغان حکومت هڅې به دوامدار نړیوال ملاتړ ته لاره اواره کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راپرځېدو وروسته د امنیتي مسولیتونو مشري د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو پر غاړه وه. د جګړه ییز ماموریت تر څنګ ناټو د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او سمبالښت کې هم ونډه اخېستې، چې اوسمهال یې شمېر کابو ۳۵۰۰۰۰ زرو تنو ته رسيږي.

له ۲۰۱۴ کال وروسته د دغو ځواکونو د سمبالښت مسله د افغان دولت له مهمو اندېښنو نه یوه ده، خو نړیوالې ټولنې په وار وار ټینګار کړی، چې افغانستان به په دې برخه کې یوازې نه پرېږدي.