افغانانو ته د امنیتي لېږد وروستی پړاو پیلېږي

د واک لېږد د پنځم پړاو په بشپړېدو سره به په ټول افغانستان کې د چارو واګې په بشپړه توګه افغان امنیتي ځواکونه ترلاسه کړي.
کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب د واک د لېږد بهیر مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي له خولې وايي، سره له دې چې زرګونه بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل، افغان امنیتي ځواکونو د امنیت د خرابېدو اجازه نه ده ورکړې:
''دا څرګندوي چې د افغانستان ملي اردو، ملي پولیس او امنیت هغه ظرفیتونه ترلاسه کړي چې د هغه پر بنسټ خپله ملي او اسلامي دنده ترسره کړي''.
د لېږد بهیر د ۲۰۱۱ کال د جولای په اوومه نېټه د بامیانو له ولایته پیل شو چې د چارواکو په وینا د دې بهیر د څلورم پړاو په پای ته رسېدو سره د افغانستان د شاوخوا ۸۵ سلنه وګړو امنیت پخپله د افغان ځواکونو له لوري ساتل کېږي.
که څه هم افغان چارواکو د امنیتي ځواکونو د وړتیاو او سمبالښت په اړه شته اندیښنې تاييد کړې، خو دا هم وايي چې اړ دي، د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیت پر غاړه واخلي.
د رپوټونو له مخې افغان ځواکونه لا هم پیاوړی هوايي ځواک نه لري له مسلکي اړخه په پرمختللو وسلو سمبال نه دي او لا هم زیاتو مسلکي زده کړو ته اړتیا لري. چې په دې برخه کې ګڼو هېوادو د مرستو ټټر وهلی دی.




