رهین د رسنیو ځینې کړنې وغندلې

- Author, فريبا ظاهر
- دنده, له کابله
د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزیر وایي د یو شمېر رسنیو کړنې په دغه هېواد کې د بیان آزادي ګواښي.
سید مخدوم رهین چې ولسي جرګې ته د رسنیزو سرغړوونو ځوابولو لپاره ورغوښتل شوی و، ویلي د دغو سرغړوونو سره د مقابلې لپاره د ولسي جرګې ملاتړ ته اړتیا لري.
د ولسي جرګې استازو ښاغلي رهین ته یوه میاشت وخت ورکړ چې د رسنیو سرغړونې و ارزوي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزیر په ولسي جرګې کې د هغو استازو سره یوه خوله شو چې د رسنیو پر کړنو نیوکې کوي.
سید مخدوم رهین د ځینو رسنیو د خپرونو یو شمېر برخې په افغانستان کې د بیان د آزادۍ په وړاندې یو ګواښ وباله خو په دې اړه یې نور جزییات ور نه کړل.
"نن د بیان آزادي په خطر کې ده. انشالله نور هېڅکله په دې هېواد کې پوځي کودتا نه راځي چې په یو وار ټولې آزادیانې له منځه یوسي. نه، خو له بده مرغه موږ په خپله د بیان آزادي خرابوو. موږ دومره انساني کرامت ته بې احترامي، دومره بې بنسټه تورونه پر نیکو کسانو لګوو، دومره بې ادبه ژبه کاروو او دومره شخصیتونه سپکوو چې ښایي یوه ورځ په خپله ملت د دغې آزادۍ په وړاندې ودرېږي."
ښاغلی رهین چې د رسنیو پر کړنو د نیوکو ځوابولو لپآره ولسي جرګې ته ورغوښتل شوی و، له جرګې وغوښتل چې د رسنیو د چلوونکو په وړاندې د ده ملاتړ وکړي.
د غونډې په پای کې ښآغلي رهین ته یوه میاشت وخت ورکړل شو چې رسنیزې سرغړونې وارزوي.
ولسي جرګې ته د اطلاعاتو او کولتور وزیر تلو دغه راز د افغان رسنیو په وړاندې د دوو لید لورو تقابل هم وښود.
یو شمېر کسانو د رسنیو کړنې په افغانستان کې د جګړې د دوام یو اصلي لامل وباله او د هغو په وړاندې یې مقابله روا او جهاد وبلله.
خو یوه بل استازي بکتاش سیاوش بیا خپل دریځ درلود:
"کله چې تاسو د جهاد حکم ورکوئ او دا خبره په رښتیا وایاست، نو هغه کس چې د موټر تېل یې امریکایي دي، تنخواه یې امریکایۍ ده، ساتونکی یې د امریکا په پیسو ولاړ دی، ولې باید خلک وغولوي. که څوک غواړي جهاد وکړي د پارلمان دروازه یې په وړاندې خلاصه ده. هېڅ څوک د هیچا د جهاد مخه نه نیسي. هغه کسان چې د یهود او نصارا په پیسو راغلي د بیان د آزادۍ په نوم دې ناوړه ګټې نه اخلي او منفي حساسیتونه دې نه پاروي. له دې خبرې څوک ګټه اخلي؟ طالبان ګټه اخلي. که څوک د ولسي جرګې د یوه استازي په توګه د نظام په وړاندې جهاد فرض بولي، نو د معاش په نوم هغه پیسې چې اخلي هغه ورته حرامې دي."
په دې وروستیو کې پر رسنیو نیوکې په ډېرېدو دي. یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د رسنیزو سرغړوونو د ارزونې کمیسیون د نهو خصوصي تلوېزیوني شبکو ځینې خپرونې غېر اسلامي او غېر اخلاقي وبللې او د هغو خپرونو او سریالونو د بندولو غوښتنه یې وکړه.
تر دې وړاندې د افغانستان د عالمانو شورا هم د یو شمېر تلوېزیوني چاینلونو خپرونې له اسلام سره په ټکر کې بللې وې چې ویل کېږي ولسمشر حامد کرزي دغه غوښتنه منلې وه.
خو په افغانستان کې د رسنیو ملاتړې ادارې وایي حکومت په دې توګه هڅه کوي په دغه هېواد کې د رسنیو فعالیتونه محدود کړي.








