ستاسې غږ: د تاوتريخوالي انځورونو خپرول د ماشومانو پر ذهن څه اغيز کوي؟

يو رپوټ وايي ځانمرگي بريدونه، توغندي، چاودنې، بمبارۍ او د رسنيو له لوري د تاوتريخوالي د انځورونو او فلمونو خپرول د ماشومانو پر ذهن باندې خورا ناوړه اغيز کوي.
رپوټ کې ويل شوي چې د تاوتريخوالي د پېښو او کرکجنو انځورونو په ليدلو سره ماشومان آن پر داسې روهي ناروغيو اخته کېږې چې ټول ژوند ترې کړېږي.
په همدې پلمه د ستاسې غږ د دې اوونۍ په پروگرام کې د افغان ماشومانو پر ذهن د تاو تريخوالي د دغه ډول پېښو او ځانمرگو بريدونو او رسنيو کې په وينو لړلو مړو د انځورونو او فلمونو د خپرولو پر اغيزو خبرې کوو .
غواړو له تاسو واورو، چې دغه ډول پېښو ستاسو پرماشومانو څه ډول اغيزې کړي دي او څنگه کېداى شي چې ماشومان د دغو پېښو له دردوونکو اغيزو څخه خوندې کړو.
په پروگرام کې د گډون په موخه د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته زنگ ووهئ
۰۰۴۴۲۰۳۴۳۶۰۱۹۹
خپل لنډ پيغامونه د ايس ايم ايس په دې شميرې هم راواستوئ
۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
او دارنگه کولى شي چې په بي بي سي پښتو فيسبوک کې هم په دې اړه خپل پيغامونه راته پرېږدى.








