کابل برتانیا ته د زندانیانو د سپارلو ضرب الاجل وټاکه

افغانستان له برتانیا څخه په هلمند کې د افغان زندانیانو د ورسپارلو او په دغه هېواد کې د برتانیايي بې پېلوټه الوتکو د کارونو پر چارو سپیناوی غوښتی دی.
د روان میلادي کال د می میاشتې په پای کې د برتانيا د دفاع وزارت ویلي و چې شاوخوا ٩٠ افغان بنديان چې په هلمند ولايت کې د برتانيا په پوځي اډه باسټيېن کې بنديان دي افغان چارواکو ته ورسپاري.
دا ګام تر هغه وروسته پورته شو چې د بنديانو مدافع وکيلانو استدلال وکړ چې د دوى بندي کول غېر قانوني دى.
مدافع وکیلان وايي له دې کسانو اته یې چې د دوی موکلین دي تر ۱۴ میاشتو پورې له کوم رسمي تور پرته په توقیف کې ساتل شوي دي.
اوس کابل برتانیايي پوځ ته د جون تر ۲۲ نېټې پورې وخت ورکړی چې ټول زندانیان ور وسپاري.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې د برتانيايي ځواکونو له خوا د افغان ځواکونو نیول او ساتل د افغانستان له نافذه قوانیونو ښکاره سرغړونه ده.
د برتانیا د دفاع وزیر فلېپ هاموند د باسټیېن په پوځي اډه کې د شاوخوا ٩٠ کسانو د ساتلو خبر تاييد کړى او پخوا یې ويلي وو چې دا ګام يې د امنيتي دلایلو پر بنسټ اخیستی او د دې موضوع په اړه يې د برتانيا د پارلمان استازي خبر کړي دي.
خو د ښاغلي هاموند په وینا د دې کسانو خوشې کول به برتانوي ځواکونه له ګواښ سره مخامخ کړي.
تر دې وړاندې افغانستان له متحدو ایالاتو سره هم د افغان زندانیانو پر ساتلو لانجه درلوده او ویل یې په افغانستان کې باید بهرني ځواکونه زندانونه و نه لري.
له برتانیا سره د کابل یوه بله ستونزه د بې پېلوټه الوتکو يا ډرون کارول یاد شوي دي.
کابل له برتانيايي ځواکونو غواړي چې د هغو رپوټونو سپیناوی ورته وکړي چې ګواکې برتانیايي عسکرو په افغانستان کې بې پېلوټه الوتکې کارولي دي.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وايي: "برتانیا له افغانستان سره د بې پېلوټه الوتکو د کارولو په برخه کې کوم تړون نه لري او په دې حساب دوی باید دلته دغه وسیله ونه کاروي."
افغان چارواکي وايي افغانستان د وسلو د ازمېښت مرکز نه دی او که څوک کومه نوې وسله بې له واردمخه خبرداري کاروي نو دوی يې سپيناوی غواړي.








