دوو برتانیايي سرتیرو افغانستان کې بد چلند ومانه

دوو برتانيايي سرتیرو په یوې پوځي محکمې کې ومنله چې په افغانستان کې یې د خپلې دندې په موده کې له یوه کس سره نسل پالى چلند کړی او له ماشومانو سره یې بې پته کار کړی.
د دغو سرتېرو نومونه په دې دليل پټ ساتل شوي چې کېدی شي کورنۍ او یا ژوند يې په خطر کې شي
په دغو سرتیرو تور و چې یوه افغانه ماشومه نجلۍ او افغان هلک يې مجبور کړي و چې لاس پرې ووهي او پر یوه بل یې تور و چې له یوه افغان سره یې د عکس اخیستو پر مهال د نسل پالې چلند نښې ښکاري.
په جزمني کې روانې محکمه کې دغو سرتیرو ته د ایکس، واي او زیډ خطاب کېده.
سرتیري ایکس ومنله چې د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې یې د د ندې پر مهال د یوه ماشوم لاس خپلې تناسلي الې ته کش کړ او ورته یې ویلې زما په دغه ځای لاس ووهه.
هغه ومنله چې د عسکري نظام دسپلین یې تر پښو لاندې کړى دى.
دغه پوځي دا هم ومنله چې د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر له۱۶ نه یې د ۲۰۱۲ کال تر جنوري پوري یو بل افغان ماشوم هم ځورولی دی.
خو دی له هغه تور نه پاک وګڼل شو چې ویل کېږي په زوره یې یوې افغانې نجلۍ ته ویلي و چې لاس پرې ووهي.
د دوی د ګزمې مسوول ته چې له عامو افغانانو سره د خپلو سرتېرو د بد چلند په مخنیوي کې پاتې راغلی و برائت ورکړل شوی دی.
د بي بي سي د اروپايی چارو خبريال متيو پرايس وايي دغه درې سرتېري د جرمني سېنېلاجر کې د بريتانيا پوځ بارکونو کې چې د ۲۰ مې شمېرې زغرواله لوا په کې ده، راڅرګند شول.
قاضي الن لارج وویل ډیر ژر به دغو کسانو ته د سزا د ورکولو پریکړه وکړي.








