له برتانیا پر افغانستان ډرون عملیات پیل شول

د برتانیا دفاع وزارت ومنله، چې د لومړي ځل لپاره یې پيلوټانو له دغه هېواده په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو پوځي عملیات پیل کړي.
سرچینه وايي، د ریپر په نوم بې پیلوټه الوتکې د برتانیا په ختیځ کې له یوه مرکزه د ریموټ په مرسته اداره کېږي.
تر دې وړاندې شاهي هوايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د امریکا له نېواډا ایالته اداره کولې.
د بې پيلوټه الوتکو د پوځي عملیاتو پرضد کمپاین کوونکي د برتانیا پر دغه کار په غوسه دي او د بې پلوټه الوتکو بریدونه د برتانیا د پوځي عملیاتو پراخوالی ګڼي.
دوی له دغه مرکزه بهر د لاریون پلان هم لري.
د برتانیا د دفاع وزارت ويلي، چې د سوله ییز لاریون کوونکو حق ته درناوی لري.
بمونه او توغندي
دغه بې پیلوټه الوتکې تر ډېره د څارنې چارې مخته وړي، خو شاید برتانیا مېشتي کنټرولوونکي پیلوټان یې وسلې هم وکاروي.
د دفاع وزارت وايي، افغانستان کې یې له برتانیا څخه دغه کنټرولېدونکي ډرون عملیات ځکه پیل کړي، چې په وینا یې دغو عملیاتو یې د ګڼو پوځيانو او ملکي خلکو ژوند ژغورلی دی.
د ریپر په نامه دغه بې پیلوټه الوتکې چې په افغانستان کې یې شمېر ۱۰ ته رسېدلی، د برتانوي او نړیوال ایتلاف په موافقه عملیات کوي، او د وسله والو په نښه کولو لپاره تر ۵۰۰ پاوه پورې بمونه او توغندي لېږدولی شي.
دغه بې پیلوټه الوتکې له لیرې کنټرولېږي، خو د افغانستان کندهار ولایت پوځي اډه کې یې الوتل او کښېناستل انساني مرستې ته اړتیا لري.
برتانیا ته د دغه هېواد د شاهي وسله وال هوايي ځواک د پیلوټاتو تر ستنېدا مخکې، دغه ډول بې پیلوټه الوتکې د امریکا د نیواډا ایالت له کریچ پوځي اډې څخه کنټرولېدې.
په تېر اکتوبر میاشت کې، د برتانیا هوايي ځواک په دینګتټن هوايي اډه کې د (۱۳ الوتکو) په نامه یوه ډله جوړه کړه، چې ۱۰۰ د پیلوټانو، د کمپیوټري سیستم انجنیرانو او نورو مسلکي کسانو په کې ګډون کړی و.
د دوی دنده دا وه، چې له همدې پوځي اډې په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کنټرول کړي.
اټکل دی، چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ موده کې پاکستان کې د امریکا سي ای اې بې پیلوټه الوتکو بریدونو تر ۳۵۳۳ کسان وژلي وي.
<link type="page"><caption> د تحقیقي ژورنالېزم دفتر</caption><url href="http://www.thebureauinvestigates.com/category/projects/drone-data/" platform="highweb"/></link> یو راپور وايي، په دوی کې ۸۹۰ وژل شوي ولسي وګړي ګڼل شوي، چې تر ډېره دغه بریدونه د اوسني ولسمشر بارک اوباما د ادارې په موجودیت کې شوي دي.
د روان کال په لومړیو کې ملګرو ملتونو د ډرون بریدونو له کبله په خلکو کې د وېرې په اړه یوه پلټنه او نظرپوښتنه کړې وه.








