۱۰ زره پوکاڼې د سولې له پیغام سره

دغه رضاکاره ځوانان د کابل په یو شمېر کوڅو وګرځېدل او پر خلکو یې پوکاڼې وېشلې.
د عکس تشریح، دغه رضاکاره ځوانان د کابل په یو شمېر کوڅو وګرځېدل او پر خلکو یې پوکاڼې وېشلې.

په کابل کې د وسله والو تر ډله ییز برید یوه ورځ وروسته، د شنبې پر ګهيځ نژدې سل زلمیان او نجونې د کابل واټونو ته راوتلي وو او ګلابي رنګه پوکاڼې یې پر ښاریانو ووېشلې.

له څو ورځو چمتووالي وروسته بالاخره نژدې سل هنرمندان، سندرغاړي، نقاشان ،عکاسان او لوبغاړي زلمیان او نجونې د شنبې پر ګهیځ د کابل ښار تیمورشاهي پارک کې د کابل پر ښاریانو د لسو زرو پوکاڼو د وېشلو لپاره راغونډ شوي وو.

د دغو پوکاڼو د وېشلو اصلي پیغام سوله، برابرښت، له توکمیز توپیر، فساد او د ښځو پروړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه وه، چې په هره پوکاڼه کې دا ‎پیغامونه ځای پرځای شوي وو:

د دغه پروګرام سمبالوونکي وايي، پر ښاریانو د ګلابي پوکاڼو له وېشلو یې هدف د سولې، برابرښت او له فساد سره مبارزه ده.

د نرګس آذریون په نامه د دغه پروګرام "موږ پر پوکاڼو باور لرو" یوه سمبالوونکې ده:

"له دې پروګرام زموږ هدف دا دی چې موږ جنګ نه غواړو، سوله غواړو، او غواړو چې زموږ ټول هېوادوال خوشاله اوسي او وخاندي، فکر کوم موږ هغه هدف ته رسېدلي یو، چې درلود مو".

د قیس په نامه یو ګډون کوونکی وايي، له بالون وېشلو یې هدف سوله او مینه ده:

"له دې کاره موږ خوند اخلو، هدف مو دا دی چې د خلکو ذهنیتونه بدل کړو، مینه وکړو او برابرښت رامنځ ته شي. په دې پوکاڼو کې موږ پیغامونه لرو".

د پوکاڼو د وېشلو د دغه پروګرام لپاره د نړۍ له ۴۳ هېوادونو نژدې اوو زرو وګړو ګډون کړی و، چې د سمبالوونکو په وینا یې اصلي هدف یې د افغانستان په اړه د نړیوالو د اندونو او لیدلوري بدلول دي.

د پروګرام یو بل سمبالوونکی یازمني اربولدا وايي:

د کابل په ځینو کوڅو او واټونو کې د ګرځېدو پرمهال د دغه پروګرام جوړوونکي د خلکو له ښه هرکلي خوشاله ښکارېدل.
د عکس تشریح، د کابل په ځینو کوڅو او واټونو کې د ګرځېدو پرمهال د دغه پروګرام جوړوونکي د خلکو له ښه هرکلي خوشاله ښکارېدل.

"د تېرې ورځې ځانمرګي برید او ورځنیو تاوتریخوالو له کبله مو غوره وبلله، چې خپل دغه پروګرام لغوه کړو، خو زموږ رضاکارانو ویل، چې زموږ په مخ کې هېڅ شی زموږ فعالیت نه شي درولی، موږ باید نړۍ ته د افغانستان د خلکو مینه او اند وروښیو، له دې پروګرام مو هدف دا دی، چې نړۍ ته د افغانستان ښکلا د افغانستان اصلي څېره او راتلونکی په ډاګه کړو ".

د کابل په ځینو کوڅو او واټونو کې د ګرځېدو پرمهال د دغه پروګرام جوړوونکي د خلکو له ښه هرکلي خوشاله ښکارېدل.

دې ته ورته پروګرام دوه نیم کاله مخکې په څلورو هېوادونو کې جوړ شوی، چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به په درو نورو هېوادونو کې هم جوړ شي.

په پام کې وه چې کابل کې زرګونه پوکاڼې هوا ته پورته شي، خو د پروګرام سمبالوونکي وايي، غوره یې وبلله چې د سولې پیغام پر خلکو ووېشي.

تر دې وړاندې، د کاغد پرانۍ، منډې او د موسیقۍ د کنسرټ په څېر پروګرامونه د سولې راتلو په پلمه جوړ شوي وو.