زابل ښاریان او چارواکي زندان کې کتابتون جوړوي

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
د لومړي ځل لپاره د زابل ولايت فرهنگيانو د کتاب اونۍ د تورو تمبو شاته له زندانيانو سره يو ځاى ولمانځله.
د زابل فرهنگيانو په دغه زنداني غونډه کې بنديان وهڅول چې ليک لوست ته لاس واچوي، ځکه چې په وينا يې د خوشال خان خټک په څېر ډېرو ليکوالو او شاعرانو خپل شهکار کتابونه په زندانونو کې ليکلي دي.
تل مو ليدلي او اوريدلي، چې د کتاب اونۍ په ښکليو هوټلو او تالارانو کې لمانځل کېږي خو ښايي په دغه هېواد کې لومړى ځل وي چې زابلي شاعرانو او ليکوالو دا اونۍ د تور تمبو شاته د هسکو ديوالونو په منځ او د زندان په تورو خونو کې ولمانځله.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رياست مشر عبد المقيم افغان زندانيانو ته وويل، غواړي چې په زندان کې ورته کتابتون جوړ کړي، ښاغلي افغان وويل چې زابل ښاريانو وار له مخه ورته لسگونه کتابونه اخیستي او يوه اندازه پيسې يې هم د دغې موخې لپاره ټولې کړې دي.
د زابل ولايت زلمي شاعر او ليکوال هارون حکيمي زندانيان ليک او لوست ته وهڅول، نوموړي وويل چې ډېرو نومياليو ليکوالو او شاعرانو خپل شهکارونه په زندانو کې ليکلي دي.

هغه د خوشال خان خټک دستار نامه، د اشرف خان هجري اشعار او د خان عبالغفار خان او خان عبالصمد خان ياداښتونه د بيلگې په نامه هم ياد کړل.
يوه بندي، محب الله د ښاغلي حکيمي د خبرو پخلى وکړ او ويې ويل اوس هم ورسره د يوه داسې بندي شاعر وزير محمد روغ ليوني کتابونه پراته دي چې د شوروي ښکېلاک پر مهال څرخي پله زندان کې بندي و او هم هلته يې دا اثار ليکلي وو.
د زابل د زندان چارواکو له زندانيانو سره ژمنه وکړه چې يوه خونه به کتابتون ته ځانگړې کوي، المارۍ به په کې لگوي او کتابونه به ورته اخلي.
چارواکو وويل چې سربېره پر زندانيانو به ساتونکي او سرتېري هم له دغه کتابتونه گټه اخلي.
چارواکو ويل چې د چا لوست زده دى هغوى به ليک لوست وکړي او هغه چې سواد نه لري د سواد زده کړه به وکړي او په وينا يې د زندان له ژونده به گټه پورته کړي او له يوه نوي او گټور شخصيت سره به بېرته ټولنې ته ور وگرځي.








