افغان یتیمان روزنیزې اسانتیاوې غواړي

په سویلې ولایت کندهار کې د یتیمو نجونو د کورنیو غړي او سرپرستان له افغان چارواکو او مرستندویو هېوادونو غواړي چې د بې سرپرسته او یتیمو نجونو د روزنې لپاره دې اسانتیاوې برابرې کړې.
د کندهار شیخ زاید روزنتون کې سلګونه بې سرپرسته او یتیمان زده کړې کوي.
خو ددغه روزنتون د زده کوونکو لویه برخه هغه نارینه کوچنیان دي، چی په تېره یو لسیزه جنګ جګرو کی یې د کورنۍ مشران وژل شوي.
د شیخ زاید روزنتون یو زده کوونکی محمد یونس چې د زابل ولایت اوسېدونکی دی او شاوخوا څلور کاله وړاندې یې پلار وژل شوی، د خپلو خویندو د راتلونکې په اړه اندېښمن دی.
په کندهار کې اوسمهال درې روزنتونه دي، چې یو یې دولتي او د پاتې دوو نورو ملاتړ مرسته کوونکې ادارې کوي.
خو لکه څرنګه چې بې سرپرسته نجونې لا هم په کندهار کې د ژوندانه له ډېرو اسانتیاوو بې برخې دي، دغو روزنتونونو هم په خپله غېږه کې هغوی ته ځای نه دی ورکړی.
د کندهار سیمه ییز چارواکي له مرکزي ادارې او مرسته کوونکو په ځانګړې توګه عربي هېوادونو ګیله کوي، چې د روزنتونونو په جوړولو کې یې جندر یا جنسیت په پام کې نه دی نیولی.
خو په کندهار کې د شیخ زاید روزنتون د موسسې او روزنتون مشر برات حسین خېل وایي، چې د نجونو د زده کړو په اړه په دغه سیمه کې د خلکو لېوالتیا لږ ده ځکه دوی ورته خاصه پاملرنه نه ده کړې.
په وروستۍ یوه لسیزه کې د طالبانو او ناټو ځواکونو ترمنځ په جګړو کې ګن افغانان ووژل شول او په سلګونه کوچنیان یې بې سرپرسته کړل، چې لاهم دا بهیر روان دی.
که څه هم د دغه بې سرپرستو کوچنیانو د روزنې لپاره په یوشمېر ولایتونو کې روزنتونونه جوړ شوي، خو لاهم ګڼ ماشومان په ځانګړې توګه بې سرپرسته نجونې د یوه ناڅرګند او تیاره برخلیک په لور روان دي.








