په ننګرهار کې د زیتونو فابریکه بیارغول کېږي

- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, کابل
په ننګرهار ولایت کې د زیتون د پروسس فابریکې د بیارغونې چارې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت په نږدې راتلونکې کې پیلېږي.
څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت د کانال ریاست په بیلابیلو برخو کې د څه باندې شل میلیونه ډالرو په لګښت د بیارغاونې د څو پروژو د پلي کولو اعلان وشو.
له دې پروژو یوه یې د ننګرهار د زیتون فابریکې بیارغاونه ده. په ننګرهار ولایت کې د کانال رييس زیارت ګل راحل بي بي سي ته وویل د ننګرهار د زیتون فابریکې د بیارغاونې د پروژې لومړۍ برخه راتلونکې اوونۍ پیلېږي.
د هغه په وینا د فابریکې د ودانۍ جوړول او د پرسونل روزنه د دې پروژې په لومړي پړاو کې ترسره کېږي.
ښاغلي راحل زیاته کړه چې د ننګرهار د زیتون فابریکې بیارغونه د ایټالیا د ۹۰۰۰۰ یورو په مالي مرسته ترسره کېږي.
تولید
نوموړي وویل د دې درې کلنې پروژې په بشپړېدو سره به د ننګرهار د زیتون فابریکې د تولید کچه پنځه زره مټریک ټنه ته لوړه شي.
د ننګرهار د کانال رییس وویل له دې نه به ۴۰۰۰ مټریک ټنه زیتون تېل او پاتې زر مټریک ټنه به د زیتون اچار وي.
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي د زیتون فابریکې له ړنګېدو وړاندې په کال کې اته زره مټریک ټنه زیتون چې نیمايي یې تېل او پاتې نور یې اچار وو پروسس کیدل.
د ننګرهار د کانال پراختیايي پروژه د هېواد په کچه تر ټولو ستره اقتصادي پروژه وه چې په شاوخوا ۲۵ زره هکتاره ځمکه کې رغول شوې وه.
خو اوس چارواکي وايي د نړېوالې ټولنې په مالي او تخنیکي مرسته غواړي دغه ستره پروژه بیا را ژوندۍ کړي.
د کانال ریاست چارواکي د دې پروژې د اړوند ځمکو غصب ستره ننګونه بولي او وايي چې لا هم د دې پروژې شاوخوا ۴۵۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې ده.








