شمالي ولایتونو کې سړي هوا د میوو ونې زیانمنې کړي

د سړې هوا څپې تر ډېره د فاریاب ولایت باغونه اغېزمن کړي دي.
خو زموږ همکار چې په جوزجان، سرپل او سمنګانو ولایتونو کې له خلکو سره غږېدلی هغوی هم د باغونو د زیانمنېدو په اړه ورته ویلي دي.
د زیانونو کچه لا نه ده په ډاګه شوې.
د فاریاب ولایت یو شمېر کروندګر وايي چې نه یوازې د دوی باغونه بلکې نورې کروندې یې هم واورو او سېلابونو زیانمن کړي دي.
دوی په دې برخه کې له حکومته د مرستې غوښتونکي دي.
د فاریاب ولایت د کرنې مشر هم کروندو ته اوښتي زیانونه تاییدوي خو وايي دا طبعي آفت دی او په وړاندې یې څه نه شي کولای.
دی زیاتوي "په دې وروستیو کې د منفي اوو اتو درجو سړې هوا له امله د بادام، زردالو او شفتالو ونو ګلان او یا غوټۍ نژدې نوي سلنه زیانمن شوي دي. طبعي خبر ده چې د کورنیو لپاره یوه هیله وه چې له حاصله یې د خپل ورځني ژوند لپاره ګټه ترې واخلي. خو دا چې دا طبعي آفت دی نو موږ هم څه نه شو کولای او مجبوره یو ویې زغمو."
موږ وغوښتل چې د کرنې وزرات له چارواکو د اوښتو زیانونو او پراختیا په اړه وپوښتو خو له پرله پسې هڅو سره سره د هغوی د غبرګون په ترلاسه کولو کې بریالي نه شولو.
یوازې سړه هوا نه بلکې ځینې وختونه نور طبیعي آفتونه هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې کرنیزو محصولاتو د زیانمېدو او کمېدو لامل کېږي.








