افغانستان د پستې او جلغوزو ځنګلونه بیا رغوي

د افغانستان کرنې وزارت ويلي چې د روان لمريز کال په ترڅ کې په ١١ ولايتونو کې د پستې او جلغوزيو څه باندې دوه زره هکتاره ځنګلونه بېرته رغاول کېږي.
اړوندو چارواکو ويلي چې پر دې چاره به پنځه ميلیونه ډالره لګښت راشي، چې د افغان حکومت له بودجې ورکول کېږي.
په تېر کې په افغانستان کې د پستې او جلغوزيو ۴۵۰زره هکتاره ځنګلونو شتون درلود چې د جګړو په لسيزو کې يې نژدې شپېته سلنه برخه له منځه تللې ده.
د پستې او جلغوزيو د ځنګلونو بيا رغاونه په بدخشان، تخار، بغلان، جوزجان، بلخ، فارياب، بادغيس، غور، او هرات ولايتونو کې تر سره کېږي.
د کرنې وزارت د ځنګلونو د برخې مشر امان الله امانيار بي بي سي ته وويل چې په دې ترڅ کې به په څه باندې دوه زره هکتاره ځمکه کې د دوى او ځينو مرستنديو کرنيزو بنسټونو له خوا د پستې او جلغوزيو نيالګي کېښودل شي.
د ځنګلونو د بيا رغاونې دا بهير د شمال ختيځ ولايت بدخشان نه پيلېږي او بيا به د همدغې لړۍ لسو نورو ولايتونو ته غځېږي.
د دغې پروژې نيالګي هم د يادو شويو ولايتونو په هغو بزغليو کې چمتو شوي چې تر ډېره په کې ښځې په کار بوختې دي.
افغان چارواکي وايي تر هغه مهاله به د کرنې وزارت له خوا ګمارل شوي ساتونکي د دغو ځنګلونو ساتنه او څارنه کوي چې اونې، بوټي يې ميوه نيسي.
افغانستان پخوا د جلغوزيو او پستې ۴۵۰ زره هکتاره سمسور ځنګولونه لرل چې د جګړو د تېرو څه باندې درې لسيزو په ترڅ کې يې نژدې شپېته سلنه برخه له منځه تللې ده.








