د ټاکنو له کبله د افغان کډوالو ستنېدل وځنډېدل

پاکستان کې د مې د یوولسمې پارلماني ټاکنوله کبله د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د راجستر افغان کډوالو پخپله خوښه د ستنېدو پروګرام د پنځو ورځو لپاره د ځنډولو پرېکړې کړې ده.
اسلام اباد کې د یواین ایچ سې ار دفتر په افغان کډوالو غږ وکړ چې د انتخاباتو پرمهال او د خپل امنیت خوندې ساتلو لپاره د غیر ضروري حرکت او سفر څخه ډډه وکړي.
د یواین ایچ سې ارپه یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا له مرکز سره نژدې په څمکنو او تیمرګره کې پخپله خوښه ستنېدونکو د مرستو لپاره د یواین ایچ سې ار مرکزونه د مې له نهمې تر دیارلسمې تړل کېږي.
د بلوچستان په بلیلي کې به دغه مرکز د مې له لسمې تر د دیارلسمې تړلی وي.
افغان مهاجرینو ته دا هم ویل شوي چې د پاکستان د حکومت له خوا دوی ته ورکړل شوي د شناخت لپاره اصل کارت یا کاپې له ځان سره ولري.
په بیانیه کې دا هم ویل شوي چې د کارت له کبله پاکستاني پولیس د دوی پرضد هېڅ ګام اخیستی نه شي.
راجستر افغان کډوالو ته ویل شوي چې د هغوی د اوسېدوپه تړاوڅه مشکل پرمهال په اسلام اباد، کراچۍ، پېښور او کوټه کې دې د یواین ایچ سې ار دفترونو ته رجوع وکړي.
د یادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکو د ټاکنو په ورځ له افغانستان سره د پولې د تړلو پرېکړه کړې ده.
د یواین ایچ سې ار ترمخه دا وخت پاکستان کې شاوخوا یو اعشاریه شپږ میلیون راجستر او تر یو میلیون زیات غیراراجستر افغان کډوال موجود دي
پاکستان د راتلونکې میاشتې تر پایه د کډوالو د کارت موده غځولې ده.








