افغانستان او فنلنډ د اوږدمهاله همکاریو تړون لاسلیک کړ

افغان ولسمشر حامد کرزي او د فنلنډ لومړي وزیر یرکي کتاینن د فنلنډ په پلازمینه هلسنکي کې د دوشنبې په ورځ ( د اپریل ۲۹) د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهالو همکاریو تړون لاسلیک کړ.
افغان چارواکي وايي د دغه تړون له مخې به دواړه هیوادونه په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، پرمختیایي، د حکومتوالۍ، د قانون د واکمنۍ، په سیمه ییزو او د کډوالۍ په برخو کې خپلو اوږد مهالو همکاریو ته دوام ورکوي.
کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي د دغه تړون پر بنسټ، د فنلنډ حکومت د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړکوي او په دې برخه کې د سولې د عالي شورا هڅې ستایي.
کابل زیاتوي په دغه سند کې د دواړو هېوادونو له خوا د ترهګرۍ خلاف پر مبارزې باندې کلک هوډ څرګند شوی دی.
د فنلنډ ولسمشر سولي وینمو نینیستو له ولسمشر کرزي سره په یوې خبري غونډه کې دغه تړون د افغانستان د ودې او ډاډمنو اړیکو د پراختیا په لاره کې یو مهم ګام وباله.
ولسمشر نینیستو وویل فنلنډ به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د ۱۰ کلونو لپاره هر کال ۳۰ میلیونه یورو د افغانستان له پرمختیايي پروګرامونو سره مرسته کوي.
همدا راز د فلنډ د ولسمشر له خولې ویل شوي چې هېواد به یې د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ښوونکي د روزنې او له لومړنۍ دورې څخه تر ثانوي دورې پورې د تعلیمي نصاب په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.
افغان چارواکي وايي فنلنډ به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخو کې له افغانستان سره همکاري هم کوي.
ولسمشر کرزي د فنلنډ د پانګوالو له خوا په بیلابیلو برخوکې د پانګونې او د دغه هیواد د حکومت له خوا د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز هرکلی وکړ او له ښاغلي سولي وینمونینیستو څخه یې وغوښتل چې په فنلنډ کې د افغان ځوانانو د لوړو زده کړو لپاره زمینه برابره کړي.
افغانستان تراوسه پورې د امریکا له متحده ایالاتو، بریتانیا، ایټالیا، جرمني، فرانسې، ناروې، هند او د فنلنډ له هیوادونو سره د اوږدمهالو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.








