ولسمشر کرزی اروپا ته تللی

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له فنلنډ او ډنمارک سره د اوږد مهاله همکاریو د هوکړه لیک لاسلیکولو لپاره د اروپا په سفر تللی.
ښاغلی کرزی به د دغه سفر په بهیر کې له فنلنډ او ډنمارک سره د اوږد مهاله همکاریو د هوکړه لیک لاسلیکولو تر څنګ له استونیا سره د اړیکو د ټینګښت لپاره دغه هېواد ته هم سفر وکړي.
د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر کرزی د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرتابه نن ( اپریل ۲۸ ) له غرمې مخکې د اروپا په سفر روان شوی.
افغانستان د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې له یو شمېر اروپايي او لوېدېځوهېوادونو سره هوکړه لیکونه او ستراتېژیک تړونونه لاسلیک کړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزی به سبا ( اپریل ۲۹ ) له لوړ پوړو فنلنډي مقاماتو سره له لیدو وروسته د دغه هېواد او افغانستان تر منځ د اوږد مهاله همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د دغه سفر په بهیر کې به ښاغلی کرزی کوپنهاګن ته هم لاړ شي، چې دواړه هېوادونه د اوږد مهاله همکاریو لپاره هوکړه وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به استونیا ته هم سفر وکړي. د خبر پاڼې له مخې د دې سفر مقصد د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا اوغښتلي کول دي.
افغان دولت تر اوسه د متحده ایالاتو، هند او یو شمېر لوېدېځو هېوادونو په ګډون له یو څو نړیوالو سازمانونو سره ستراتېژیک تړونونه لاسلیک کړي دي.
افغان چارواکي وايي، چې له یو شمېر هېوادونو سره د ستراتېژیکو تړونونو لاسلیکول د دوی په وینا له افغانستانه په ۲۰۱۴ کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د اوږده مهال لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ تر لاسه کولو په معانا دي.
افغان ولسمشر د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې اروپا ته په خپل پنځه ورځني سفر کې له جرمني، برتانیا، فرانسې او ایټالیا سره د اوږد مهاله همکاریو سندونه لاسلیک کړل.








