د برتانیا د کوماندويي ځواکونو وروستۍ جوپه له افغانستانه وځي

د سمندري کماندو ځواکونو دغه وروستۍ ډله د نهرې سراج ولسوالۍ نه په داسې حال کې وځي چې برتانیا غواړي په افغانستان کې خپله پوځي ونډه کمه کړي.
د برتانیا سمندري کماندو ځواکونه په لومړي ځل په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته واستول شول. دوی په موسي کلا، سنګین او نهرې سراج سیمو کې ماموریت تر سره کړ.
د برتانیا حکومت وايي ژمن دي چې له پلان سره سم به د ۲۰۱۴ م کال تر پايه خپل ټول سرتيري له افغانستانه وباسي.
له وتلو وروسته د دغو ځواکونو مسوولیتونه ه افغانستان کې پاتې برتانیوي ځواکونو ته سپارل کېږي.
د کړکېچ په دغه موده کې سمندري کماندو ځواکونو ته تر ۲۰۰ ډېر د زړورتوب او دندې ر غوره تر سره کولو مډالونه ورکړل شوي دي.
د برتانیا دفاع وزیر فېلېپ هامونډ دغو ځواکونو ته د درناوي په وړاندې کولو سره وویل زموږ ځواکونو د افغان پوځ د وړتیا په لوړولو کې لویه ونډه لرې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونه له ناټو او برتانیا نه د خپل هېواد امنیتي مسوولیتونه په خپله غاړه اخلي.
ښاغلي هامونډ زیاته کړه د برتانیا له لوري روزل شوي افغان ځواکونه به د افغانستان امنیت خوندي ساتي او ترهګر به پرې نږدي چې افغانستان یو ځل بیا د ځان لپاره په خوندي ځای بدل کړي.
په افغانستان کې تر دې دمه ۹ زره برتانیوي سرتيري مېشت دي چې د ۲۰۱۳ کال تر پای پورې به دغه شمېره ۲۵۰۰ ته ټيټه شي.
افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته تر اوسه ۴۴۱ برتانیوي سرتیري وژل شوي دي.








