مارګریټ تاچر ته د نړۍ په لروبر کې درناوی شوی

د برتانیې پخوانۍ لومړۍ وزیرې مارګریت تاچر ته د نړۍ په لروبر کې درناوی شوی چې د ۸۷ کلونو په عمر په لندن کې مړه شوه. ولسمشر اوباما هغه د امریکا رښتونې ملګرې وبلله او ویې ویل نړۍ د ازادۍ لویه اتله له لاسه ورکړه.
د جرمني صدراعضمې انګېلا مرکل د سړې جګړې په پای ته رسولو کې دهغې ونډه مهمه وبلله. خو د نړۍ په لرو بر کې د هغې د ازاد بازار د اقتصادي تګلارو په اړه نیوکې هم شته چې تاچیریزم بلل کېږي.
د مېرمن تاچر د جنازې مراسم به د پوره پوځي ځانګړو مراسمو په لړ کې په سنټ پولز کلیسا کې تر سره شي. د دې په درناوي چې اوسپنیزه مېرمن هم بلل کېده بیرغونه ځوړند دي، پارلمان بېرته له رخصتیو رابلل شوی دی.
د محافضه کار ګوند مشر ډېوېد کامېرون ویلي هغې هېواد بېرته په پښو وداروه چې په ګونډو شوی و. خو د هغې منتقدین وایی چې د هغې تګلارې په ټولنیزډول سره وېشلې وې او د فابریکو د صنعت لپاره ویجاړوونکې وې.
افغان ولسمشر حامد کرزي مارګریت تاچر د معاصرې نړۍ یوه ترټولو مشهوره سیاسي څېره بللې او د ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې هغه به د داسې مشر په توګه د خلکو په فکرونو کې پاتې وي چې خپل هېواد ته یې خدمت کاوه اوپه ځانګړې توګه یې د خپل هېواد اقتصادغښتلی کړ.
تر هغه څو شیبې وروسته چې د مارګریت تاچر د مړینې اعلان وشو، د هغې مینه والو یې کورته د ګلانو ګېډۍ وروړې. خو د لندن په جنوب ختیځ برکیسټن او د سکاټلند په ګلاسکو کې د هغې غلیمانو په کوڅو کې د مېرمن تاچر مرګ په خوشحالیو ولمانځه.
د برتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیره مارګریټ تاچر د ۸۷ کالو په عمر له یوې مغزې سکتې وروسته له نړۍ سترګې پټې کړي دي.
میرمن تاچر د برتانیا لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې وه چې په پرله پسې توګه یې ګوند د دې په مشرۍ درې ځلې ټاکنې ګټلي دي. د هغې ځای ناستي ډېوډ کامېرون هغه یوه ستره برتانوۍ وبلله او د برتانیې ملکې د هغې د مړینې په اړه خواشینې څرګنده کړې.
مېرمن تاچر د محافظه کار ګوند لومړۍ وزیره وه، چې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۹۰ پورې یې دغه دنده تر سره کړه. هغه لومړۍ مېرمن وه، چې په دغه مقام یې دنده تر سره کړه.
مېرمن تاچر له ۱۹۵۹ نه تر ۱۹۹۲ پورې د برتانیا په پارلمان کې د لندن د شمالي برخې فېنچلې د خلکو استازیتوب کاوه.
هغه مهال چې نوموړې د تعلیم وزیره وه، د خپل ګوند د مشرتابه لپاره یې د ۱۹۷۵ په اوږدو کې د لومړي وزیر اېډوارډ هېټ په وړاندې بریا تر لاسه کړه او دغه راز د ۱۹۷۹، ۱۹۸۳ او ۱۹۸۷ په ټولټاکنو کې بریالۍ شوه. د نوموړې د حکومت پر مهال یو شمېر دولتي کمپنۍ خصوصي شوې.
دغه راز په ۱۹۸۲ کال له ارجنټاین سره د فالکلنډ ټاپو ګانو پر سر د برتانیا د جګړې پر مهال هم نوموړې واکمنه وه.
په یوه ټویټر پیغام کې، چې د برتانیا د لومړي وزیر له دفتره خپور شوی، ښاغلي ډېوډ کامېرون ویلي: "په ډېره خواشینۍ خبر شوم، چې مېرمن تاچر له نړۍ سترګې پټې کړې، موږ یوه عظیمه رهبره، یوه ستره لومړۍ وزیره او یوه ستره برتانوۍ له لاسه ورکړه"
تاچر له ۱۹۷۹ تر ۱۹۹۰ کلونو پورې د برتانیا لومړي وزیره وه.








