هرات بیا د سړي تښتونې ضد مظاهره وکړه

په دی ورستیو کې په هرات کې د سړي تښتونې پېښو په خلکو کې اندېښنې راپارولي دي.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، په دی ورستیو کې په هرات کې د سړي تښتونې پېښو په خلکو کې اندېښنې راپارولي دي.
    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, هرات

په لوېدیځ ولایت هرات کې د ډاکټرانو، متخصصانو او د صنعتګرانو ټولنې په ګډ کاري اعتصاب لاس پورې کړی.

دوی وایي تر هغو چې امنیتي ستونزې او په ځانګړې توګه د سړي تښتونې ریښې ونه ایستل شي، خپل اعتصاب ته به دوام ورکوي.

نن (سه شنبه) یوځل بیا د صنعتي فابریکو په ګډون ټولو دولتي او شخصي روغتونونو او کلینکونو خپل عادي فعالیتونه درولي وو او یوازې دې ته چمتو وو چې بېړنیو ناروغانو درملنه وکړي.

په هرات کې د ډاکټرانو د ټولنې مشر نثار احمد مصدق وایي نور اوسنی حالت د زغم وړ نه دی:

''اختطاف د هرات اصلي ستونزه ده. اختطاف دلته په یوه فرهنګ تبدیل شوی. دلته شاوخوا درې نیم میلیونه – څلور میلیونه وګړي ژوند کوي. دا خلک شتمن دي، ډاکټران دي او پانګه وال دي. کاري امنیت نه شته. د خلکو کوچنیان تښتوي او د خوشي کولو لپاره یې یو لک ډالر ، دوه لکه ډالره غواړي.''

د هرات د متخصصانو شورا هم له اعتصاب کوونکو ملاتړ کړي د نوموړې شوری مشر محمد رفیق شهیر وایي دوی په بنسټیزه توګه د ستونزې د هواري غوښتنونکي دي.

هرات کې پولیس

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، دولتي چارواکي بیا وایي چې دوی د روان کال له پيل نه تراوسه د دې ستونزې پروړاندې د مبارزې په بهیر کې د پام وړ لاس ته راوړنې لري

ښاغلی شهیر له کابله هرات ته د یوجګپوړی پلاوی د راتلو او د ستونزې د هواري په موخه د یوه کمیسیون د جوړولو پر اړتیا ټینګار کوي.

د سړي تښتونو د پېښو په هکله اندېښنې په دې وروستیو کې هغه مهال زیاتې شوې چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د هرات د یوه پېژندل شوي ډاکتر د زوی په ګډون دوه ځوانان له ښاره وتښتول شول.

دوی تراوسه نه دي خوشي شوي ځینې اعتراض کوونکي خو وایي چې د لادرکه شوو ماشومانو او ځوانانو شمېر تر دې هم زیات دی.

دولتي چارواکي بیا وایي چې دوی د روان کال له پيل نه تراوسه د دې ستونزې پروړاندې د مبارزې په بهیر کې د پام وړ لاس ته راوړنې لري او د دوی په وینا امنیتي ځواکونو په لسګونو کسان د سړي تښتونې په تور په دې موده کې نیولي، خو د دې ټولو سره سره د امنیتي حالاتو په هکله اندېښنې پر ځای پاتې دي.