'ناټو تر وتو وروسته خپلې اډې افغانستان ته سپاري'

د عکس سرچینه،
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن ویلي، چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به ټولې بهرنۍ اډې افغانستان ته سپارل کېږي.
جان الن دا څرګندونې له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې کړې دي.
د ارګ سرچینې وايي، جنرال الن ژمه وکړه، چې ناټو ځواکونه به د وتلو پرمهال خپلې اډې نه ړنګوي.
د ناټو دغه قومندان له ولسمشر کرزي سره پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو په اړه هم بحث کړی دی.
د ارګ سرچینه کاږي، جنرال الن یوځل بیا خپله دا ژمنه تازه کړه، چې د افغانستان هوايي ځواکونه به پیاوړي کوي او د سالنګ تونل به په سمه توګه ورغوي.
ده ویلي چې ددغه تونل رغول د فواید عامې وزارت له لوري دوام لري چې تر اوسه له رغولو سره نژدې پنځه میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د ناټو عمومي قومندان ددغه تونل د سمې رغونې لپاره د ۱۹ میلیونو نورو ډالرو مرستې ژمنه هم وکړه.
نوموړي دا ژمنه هم کړې ده چې د افغان ځواکونو روزنې او د ځوانو افغان پیلوټانو روزنې ته لومړیتوب ورکوي.
جنرال الن پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي دي.
په پام کې ده چې ښاغلی الن په راتلونکو ورځو کې د بریدونو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره اسلام اباد کې خبرې وکړي.
ښاغلی الن به پاکستان کې ددغه هېواد له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره هم وغږېږي.








