د امریکا سي ۲۷ الوتکې زموږ په درد نه خوري

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د امریکا له لوري دوی ته ورکړل شوې سي ۲۷ ډوله الوتکې ددوی درد نه شي رغولی.
لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي مشرانو جرګې ته د وینا پرمهال وویل، چې دفاع وزارت او ایساف ته یې په لیکلې بڼه ویلي چې د امریکا له لوري افغانستان ته ورکړل شوې الوتکې په درد نه خوري.
نوموړي وویل، چې ورکړل شوې الوتکې له سره زړې دي او پرزې یې نه موندل کېږي.
شیر محمد کریمي زیاته کړه امریکا ژمنه ورسره کړې ده چې د روان میلادي کال ترپایه به دوه سي ۱۳۰ ډوله الوتکې افغانستان ته ورکړي.
نوموړي وویل چې تر ۲۰۱۶ پورې امریکا له افغانستان سره په هوايي برخه کې د بار وړونکو جنګي الوتکې ژمنه کړې ده.
ده وویل چې اوسمهال سي ۲۰۸ کوچنۍ الوتکې لري، چې ځوان پیلوټان پرې روزنیزې چارې مخته وړي.
ښاغلي کریمي وویل، چې اوس کوچنۍ چورلکې افغانستان ته د روزنې لپاره راغلې، چې په وینا یې د افغانستان له اراضي سره مطابقت نه کوي، غرونه لوړ دي، په ډېره ارتفاع کې الوتنه نه شي کولی.

د عکس سرچینه،
لوی درستیز وویل، چې کونړ او نورستان کې لواګانې جوړوي چې اوسمهال یې دوه کنډکونه بشپړ شوي دي.
دغه امنیتي چارواکي وویل، چې ایساف او ناټو ته یې د افغانستان د لوجستیکي او مجهزو پوځي ورکشاپونو د نشتوالي ستونزه رسولې ده.
لوی درستیز وویل چې افغانستان د ماینونو او چاودېدونکو توکو ضد توکو ته ډېره اړتیا لري، چې په شته توکو یې هېڅ چاره نه کېږي.








