زابلیان وايي پر موټر سايکلو دې بنديز لېرې شي

زابليان وايي دوى ټول دا توان نه لري چې موټرونه واخلي نو وايي له حکومته يې غوښتنه دا ده چې پر موټر سايکلونو بنديز لرې کړي.
د عکس تشریح، زابليان وايي دوى ټول دا توان نه لري چې موټرونه واخلي نو وايي له حکومته يې غوښتنه دا ده چې پر موټر سايکلونو بنديز لرې کړي.
    • Author, مصطفی سالک
    • دنده, کابل

د زابل ولايت د مرکز کلات او يو شمېر نورو اړوندو ولسواليو اوسېدونکو گوت څنډنه کړې که حکومت پر موټر سايکلونو لګېدلی بنديز پورته نه کړي نو دوى به په سوله ییزو لاريونونو لاس پورې کړي.

ولسي خلک وايي چې موټر سایکل په دغه ولايت کې د لېږد رالېږد يوه تر ټولو ډېره کارېدونکې وسيله ده چې په نشتوالي سره يې خلک د ناروغانو د لېږد او کارونو ته د تللو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

خو د زابل د امنيې قومندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي د موټر سايکلونو پر ګرځېدو د ولايت د پوځي شورا له خوا بنديز لګېدلی چې موخه يې د موټر سايکل سپرو طالب وسله والو د بالقوه بريدونو مخنيوی دى.

د زابل ولايت د مرکز کلات او يو شمېر نورو اړوندو ولسواليو اوسېدونکي وايي موټر سايکل په دغه ولايت کې د لېږد رالېږد يوه ډېره کارېدونکې وسيله ده چې ولسي خلک پرې د ژوندانه گڼې چارې تر سره کوي. کارونو ته پرې ځي او تر ټولو ارزښتناکه دا چې ناروغان پرې تر روغتونه رسوي.

زابليان وايي دوى ټول دا توان نه لري چې موټرونه واخلي نو وايي له حکومته يې غوښتنه دا ده چې پر موټر سايکلونو بنديز لرې کړي.

يو شمېر موټر سايکل پلورونکي او چلونکي وايي که يې غوښتنه ونه منل شي دوى به سوله ییز لاريونونه پيل کړي.

د زابل سیمه ییز چارواکي هم مني چې په مرکز کلات او اړوندو ولسواليو شاه جوى، ښار صفا، ميزانه او ارغنداو کې يې پر موټر سايکل چلونه بنديز لگولى دى.

د ياد شوي ولايت د امنيې قومندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي دا پړېکړه د ولايت پوځي شورا کړې او تر هغې به دا بنديز ټينگ وي چې د موټر سايکل سپرو طالب وسله والو د بالقوه بريدونو شونتيا وي.

څو مياشتې مخکې هم د افغانستان په سوېل کې د زابل ولايت د کلات ښار سیمه ییز چارواکو ادعا کړې وه چې گواکې د پاکستان استخباراتو، وسله والو طالبانو ته شاوخوا ۱۰۰۰ موټرسايکلونه او راز راز سپکې وسلې ورکړي چې په دغه ښار کې پر حکومتي گټو بريدونه وکړي.

په غبرگون کې افغان چارواکو په کلات ښار کې د موټر سايکلونو په لېږد رالېږد بنديز لگولی وچې بيا بېرته پورته شو.

تردې مخکې، افغان چارواکو د کلات په گاونډ غزني ښار کې هم پر موټر سايکلونو بنديز لگولی وو چې په غبرگون کې يې وسله والو طالبانو د لسگونو ښوونځيو د يو شمېر ښوونکو او زده کونکو گواښل پيل کړل.