طالبانو د وردګو د چک ولسوال وژلی دی

د عکس سرچینه،
- Author, اسدالله جلالزی
- دنده, غزني
د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د چک ولسوال محمد اسماعیل وفا خپل کار ته پر لاره وسله والو طالبانو په ډزو وژلی دی.
د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د چک ولسوال محمد اسماعیل وفا ولسوالۍ ته پر لاره طالبانو وژلی دی.
له ولایته خپره شوې ویناپاڼه وايي، ښاغلی وفا له خپل زوی سره یوځای کار ته روان وو چې د طالبانو له برید سره د بابا کلا سیمه کې مخامخ شو.
د نوموړي زوی ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو د ښاغلي وفا د وژلو پړه منلې ده.
طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی وفا نن سهار (یکشنبه، جولای ۲۹) د چګ ولسوالۍ ته نژدې د بابا کلا په سیمه کې وژل شوی دی.
دوی وايي چې اسماعیل وفا طالبانو یوې امنیتي پوستې ته نژدې وژلی دی.
طالبانو ادعا کړې، چې له ولسوال سره د هغه یو ساتونکی ټپي شوی دی.
د ویلو ده چې له تېرې اوونۍ راهیسې په دغه ولایت کې د اورپکو سخت چاڼیز عملیات دوام لري.
په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو بریدونه ډېر کړي دي.








