په مرکزي ولایتونو کې پر ماشومانو زورزیاتی ډېر شوی

- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, کابل
د بامیانو حوزې د بشري حقونو سیمه ییز دفتر وايي، په بامیانو کې د ماشومانو پر وړاندې زور زیاتی ډېر شوی دی.
دغه دفتر وايي، يوازې د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ماشومانو پروړاندې ۱۹ پېښې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې په تېر ټول ۱۳۹۰ لمریز کال کې يوازې دوه پېښې د ماشومانو پرضد ثبت شوې وې.
د بامیانو حوزې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر په وینا د ماشومانو پرضد د زور زیاتي قضیو ته نه پاملرنه او په قضايي چارو کې د قومي مشرانو لاس وهنه د ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي اصلي لاملونه دي.
په افغانستان کې د بامیانو د بشري حقونو سیمه ییز دفتر وايي په تېرو څلور میاشتو کې د پنځو ماشومانو وژنه په ډاګه کوي، چې په دغه سیمه کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
په مرکزي ولایتونو کې د میدان وردګو درې ولسوالۍ، د غزني درې ولسوالۍ، د بامیانو او پروان ولایتونه شامل دي.
د دغې حوزې مشر عبدالاحد فرزام وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې په دغه حوزه کې د ماشومان پر وړاندې د زور زیاتي ۱۹ پېښې ثبت شوي دي.
"د روان لمریز کال له پيل راهیسې، چې څلور میاشتې ترې تېریږي،د ماشومانو پرضد د زور زیاتي ۱۹ پېښې د بامیانو دبشري حقونو په سیمه ییز دفتر کې ثبت شوي دي. په دې کې پنځه پېښې د قتل دي، څلور د فزیکي یا جسمي زور زیاتي، دوه پ د تښتونې او شپږ نورې بېلا بېلې پېښې دي چې د ماشومانو پر وړاندې شوي دي"
ښاغلي فرزام د بامیان عدلي او قضاي ارګانونه تورن کړل، د ماشومانو پرضد د تاوترخوالي قضیې هغه ډول چې باید و څېړل شي، نه تعقیبوي.
هغه درانګه د بامیانو پر قومي مشرانو هم تور پورې کړی، چې په قضیو کې لاسوهنې کوي، چې دا کار خپله د ماشومانو پرضد زور زیاتي ته لاره هواره وي.
په همدې حال کې د بامیانو والۍ حبیبه سرابي هم په عدلي او قضايي ارګانونو کې ستونزې مني خو وايي د ماشومانو پر ضد د زور زیاتي د پېښو رسمي شمېر په واک کې نه لري.
"له بدمرغه موږ سره په دې اړه کومه کره شمېره نه شته، خو د بشري حقونو کیمسیونونو په دې اړه خپلې شمېرې لرې او دا موضوع له هغوی پورې تړلې ده. په عدلي او قضايي ارګانونو کې شته ستونزې واقعا د اندېښنې وړ دي. ډېرې داسې پېښې شته، چې میاشتې میاشتې پاتې دي خو ارزونه یې نه ده شوی. موږ د بشري حقونو د کمیسیون نظریاتو ته درناوی لرو".
اغلې سرابي وايي، هڅه به وکړي، چې په دغه ولایت کې د ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي مخه ونیسي.








