د لغمان ديني پوهانو د طالب ضد پاڅون ننګه کړې

- Author, ببرک میاخېل
- دنده, جلال اباد
د افغانستان د ختيځ لغمان چارواکي وايي د دغه ولايت د دولت شاه ولسوالۍ لسګونه ديني پوهانو د يوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون ننګه کړې ده.
ځايي چارواکي وايي په دولت شاه کې دغه ولسي پاڅون څو ورځې وړاندې ځايي خلکو د حکومت د مخالفو وسله والو پر وړاندې پېل کړ.
د ولايتي ادارې له لوري رسنيو ته په يوه ليږل شوې ويډو کې لسګونه هغه کسان ښوول کېږي چې د حکومت په ملاتړ د وسله طالبانو پرضد غږيږي.
دغه کسان چې په يوه جومات کې را ټول شوي، د وسله والو طالبانو کړنې غندي او هغوى ته سپکې سپورې وايي.
شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې هم لسګونو تنو په يوه لاريون کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې، ورته يوه اقدام کې، له هغوی سره مخالفت وښود.
وسله والو طالبانو په خپل لومړي غبرګون کې دوی قومي اربکي وبلل.
د وسله والو طالبانو يو وياند زبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې، دوی د حکومت په هڅونه راپاڅيدلي، او په وينا يې شمېر يې هم ډېر کم دى.
دغه طالب وياند ويلي طالبانو د حکومت پر وړاندې پاڅون کړى او د پاڅون پروړاندې بل پاڅون مانا نه لري.
تر دې وړاندې د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ورته پاڅونونه شوي، خو طالبان یې دومره جدی نه بولي.








