کمیرون: طالبان دې دا فکر نه کوي چې موږ لاړو

کمیرون وايي برتانیا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره مرستو ته هم دوام ورکوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، کمیرون وايي برتانیا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره مرستو ته هم دوام ورکوي

ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان او برتانيا له لومړيو وزيرانو سره ګډه ليدنه وکړه.

د دې سفر په ترڅ کې د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کمیرون د لوړ پوړیو افغان افسرانو د روزنې لپاره د یوې پوځي اکاډمۍ جوړولو تړون هم لاسلیک کړ.

ولسمشر کرزي وویل د دغې پوځي اکادمۍ جوړول د افغان ځواکونو د مسلکي کېدو او غښتیا په برخه کې یو ستر ګام دی.

د دې تر څنګ په غونډه کې د افغانستان د سولې د بهير، د افغانستان او پاکستان د ګډو پولو پر امنيت او له ٢٠١٤ کال وروسته د برتانيا پر مرستو خبرې وشي. دا لومړۍ غونډه ده چې د دغو درېيو هېوادونو د مشرانو په کچه په کابل کې جوړېږي.

لومړي وزیر کمیرون زیاته کړه چې په ۲۰۱۴ کال کې به له افغانستان څخه د جګړییزو ځواکونو ویستلو ته ژمن پاتي کېږي خو طالبان دې دا فکر نه کوي چې ګواکې دوي لاړل.

ده زیاته کړه چې برتانیا به د پوځیانو ویستلو بهیر په سمه او عملي بڼه تر سره کړي او برتانیا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره مرستو ته هم دوام ورکوي.

د بي بي سي خبریال ډیویډ لاین وايې چې دغه نادره درې اړخیزه غونډه د لومړي وزیر کمیرون نوښت و. ځکه چې د ده په باور برتانیا، افغانستان او پاکستان یو ګډ دښمن لري.

ښاغلى کميرون د چارشنبه په ورځ افغانستان ته تللى و او لومړى يې په هلمند کې له برتانوي سرتيري سره وکتل.

د پنجشنبې په ورځ کابل ته د ښاغلي کميرون له راتگ سره سم د پاکستان لومړى وزير راجه پرويز اشرف هم افغان پلازمېنې ته ورسېد.

سرچينې وايي پاکستاني لومړي وزير د افغانستان او سيمې د امنيت، سولې او ثبات په اړه له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړي.

د افغانستان، پاکستان او برتانيا په درې اړخيزه غونډه کې هم د افغانستان د سولې دبهير د پرمختګ په اړه خبرې وشوې.

د برتانيا د لومړي وزير د يوۀ وياند له خولې خبري اژانسونو ته خبر ورکړل شوی دى چې ښاغلى کميرون به پر افغان او پاکستان مشرتابۀ غږ کوي چې په گډه د افغانستان د سولې اوثبات لپاره کار وکړي.

دغه راز په کابل کې د پاکستان د سفارت له خولې ويل شوي چې لومړى وزير پروېز اشرف د افغانستان د ملي جبهې او د حق او عدالت د سياسي ګوندونو له استازو سره هم ګوري او په کابل کې د پاکستان سفارت نوې جوړه شوې ودانۍ به هم پرانيزي.