د لغمان د ښځو د چارو ريیسه ووژل شوه

د عکس سرچینه، AP
د لغمان د ښځو چارو رييسه حنيفه ساپۍ له خپل خاوند سره د مهترلام ښار ته په موټر کې روان ول چې په ښار کې پرې د ماين چاودنه وشوه.
چارواکي وايي دغه پېښه لا له مخکې د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.
په چاودنه کې د حنيفې ساپۍ خاوند ټپي شوى دى.
په پېښه کې ١١ کسه ټپيان شوي هم دي چې د درېيو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښول شوى دى.
حنيفه ساپۍ په دې دوره کې د ولايتي شورا غړې وه او يو کال مخکې يې د شورا غړيتوب پرېښود او په دغه ولايت کې يې د ښځو چاور د رييسي په توګه دنده ترسره کوله.
دغه راز نوموړې د رياست ترڅنګ په ننګرهار ولايت کې د اريانا پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د درېيم ټولګي محصله هم وه.
تر اوسه پورى د دى پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.
په پېښه کې ١١ کسه نور په کې ټپيان شوي دي.








