ختيځ کې شپږ امریکايي سرتېري وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان په ختيځ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې د امریکا شپږ سرتېري وژل شوي دي.
دغه پوځيان تېره ورځ (یکشنبه/ جولای ۸) وژل شوي، خو دقیق ځای یې نه دی ښودل شوی.
یکشنبه افغانستان کې د ولسي وګړو لپاره هم خونړۍ ورځ وه.
پر دې ورځ د هېواد په سوېلي کندهار ولایت کې درو جلا چاودنو لږترلږه ۱۸ کسان ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.
په وژل شوو کې پولیس هم وو.
د تاوتریخوالي دا پېښې توکیو کې د افغانستان په تړاو د بسپنه ورکوونکو هېوادونو له کنفرانس سره هم مهاله شوې دي.
ددغه کنفرانس نړیوالو ګډونوالو له افغانستان سره په راتلونکو څلورو کلونو کې د ۱۶ میلیارد ملکي مرستې ژمنه وکړه.
خو ددوی شرط دا و چې افغانستان کې باید ښه حکومت ولي راشي او اداري فساد له منځه ولاړ شي.
ولسمشر کرزي هم ژمنه وکړه، چې تر خپله وسه به د ښې حکومت ولۍ او اداري فساد له منځه وړلو هڅې ګړندۍ کړي.
که څه هم د وژل شوو سرتېرو هویت ناټو نه دی ښودلی، خو پنتاګان ویلي چې وزل شوي سرتېري امریکایان دي.
افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان الن په خپره کړې ویناپاڼه کې د امریکايي پوځيان وژنه غندلې ده.








