کرزی د توکیو کنفرانس لپاره جاپان ته ولاړ

د عکس سرچینه، Reuters
افغان ولسمشر حامد کرزی له یوه جګپوړي افغان پلاوي سره د توکیو کنفرانس کې د ګډون لپاره جاپان ته روان شو.
د ولسمشرۍ دفتر وايي، حامد د کنفرانس په څنډو کې به ښاغلی کرزی د جاپان له امپراتور اکیهیتوا او نورو جګپوړو چارواکو سره وګوري.
په دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون سربېره د نړۍ شاوخوا ۷۰ هېوادونو مشران او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
ویناپاڼه کاږي، چې ښاغلي کرزي ته ددې سفر په ترڅ کې د یوه جاپاني پوهنتون له لوري افتخاري دوکتورا ورکول کېږي.
د کنفرانس ګډونوال له ۲۰۱۴ کال وروسته تر لسو کالو پورې له افغانستان سره د کېدونکو مرستو پر څرنګوالي بحث کوي.
په پام کې ده چې د بهرنیانو له وتلو وروسته د افغانستان له پراختیايي چارو سره نړیواله ټوله شاوخوا ۴۰ میلیارد ډالر مرسته وکړي.
له حامد کرزي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو سربېره ځینې نور چارواکي او د ارګ جګپوړي مامورین ملګري دي.




