د بي کیفیته تېلو د مخنيوي نوې هڅه

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي په راتلونکو پنځو مياشتو کې به د افغانستان په پنځو بندرونو کې سنبال لابراتوارونه په کار پيل وکړي چې د نفتي توکيو معيار او څنگه والى به ارزوي.
چارواکي وايي په حيرتان بندر کې اوس هم يو لابراتوار فعال دی چې له امله يې د شمال له لارې د راليږدونکو نفتو کيفيت د پخوا په پرتله ښه شوى خو له دې سره سره دا خبره کېږي چې افغانستان ته د راليږدونکو تېلو يوه غوښنه برخه بې کيفيته ده.
په افغانستان کې د نورم او سټنډرډ اداره له څو کلونو راهيسې هڅه کوي چې د نفتي توکيو سټنډرډ وټاکي خو تر دې مهاله ايله دومره شوي چې د سټنډرډ کچه تصويب شوې او پر بنسټ په حيرتان بندر کې يو لابراتوار جوړ شوى دى.
چارواکي د دغه لابراتوار اغيز جوت او گټور بولي او وايي له همدې کبله اوس له ازبکستان، قزاقستان او روسيې نه د راليږدونکو تېلو څرنگوالى ښه شوې دى.
د افغانستان د سټنډرډ د ملي ادارې مرستيال مجيب الرحمان خطير وايي په نیژدې راتلونکي کې به د افغانستان پنځه بندرونه په نړيواله کچه سنبال ازميښتونونه يا لابراتوارونه بيامومي.
"د وزيرانو شورا د مصوبې له مخه د سټنډرډ ادارې يو نړيواله کمپنۍ وبلله چې تړون يې لاسليک شوى دى. دا کمپنۍ به په راتلونکو څلورو- پنځو مياشتو کې د افغانستان په پنځو بندرونو حيرتان، اقينه، هرات، شيرخان بندر او نميروز کې سنبال لابراتوارونه جوړوي. له دې وروسته هيواد ته رالېږیدونکي تېل به په همدې لابراتوارونو کې د کورنيو او بهرنيو کارپوهانو له خوا د ملي معيارونو پر بنسټ ارزول کيږي."
ښاغلی خطير وايي په دې پسې به يې دويم گام دا وي چې گرځنده لابراتوارونه کړي چې په ښارونو کې د تېلو پمپونه او نور پلورنځي هم وڅاري چې بې کيفيته تېل ونه پلوري.
د چارواکو وینا ده چې د دغه بهير د لومړي ازميښتون يا لابراتوار توکي کابل ته رسيدلي او اوس مهال يې د چمتو کولو چارې روانې دي.
افغانستان په تيرو کلونو کې ميلونونه ټنه بې کيفيته تېل په گوته کړي او بيرته يې هغو هيوادونو ته استولي چې له کومو راليږدول شوي وو.
بې کيفيته تېل که له يوې خوا کارونکو ماشينونو ته زيان اړونکي بلل کېږي له بله پلوه د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره وايي چې د بې کيفيته تېلو کارونې چاپيريال خورا ډير ککړ کړى
چې د ځينو وژونکو ناروغيو د خپريدو ويره هم ورسره مله ده.








