طالبانو د غزني د 'ملي پاڅون' پنځه غړي وژلي

د ملي پاڅون غړي

د عکس سرچینه، aljazeera.net

د عکس تشریح، ددغه پاڅون مخته بېوونکي وايي، چې تر څلورو سوو کسانو ورسره یوځای شوي دي.

د افغانستان د مرکزي غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د طالب ضد پاڅون پنځه غړي له دوی سره یوه ملګري شوي غړي په ډزو وژلي دي.

د غزني د والي ویاند فضل سباوون بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، دا پېښه تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په 'بدوانو' کلي کې شوې ده.

نوموړي ویلي، چې بېګا هلته جګړه هم شوې ده.

سباوون دا هم وویل، دغه کسان داسې مهال وژل شوي، چې ددوی ډلې ته یوه ننوتي وسله وال پر دوی د خپل توپک خوله راواړوله.

نوموړی زیاتوي، چې د نورو کسانو په ډزو برید کوونکی هم وژل شوی.

په وژل شوو کې د ملي پاڅون د ډلې یو قومندان منان هم دی.

خو وسله والو طالبانو ویلي، چې دغه کسان یې په مخامخ جګړه کې وژلي دي.

د ذبيح الله مجاهد په نامه ددوی یو ویاند وايي، دوی هڅه كوي چې په اندړو کې روانه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړی زیاتوي چې په دې موخه سيمې ته يو پلاوى هم لېږل شوی.

له بلې خوا، مجاهد دا نه مني چې د دوی د سلو په شاوخوا كې كسان دې په نښتو كې وژل شوي وي،خو زیاتوي چې يوازې نژدې شل كسه يې په جګړه كې نه، بلكې په داسې حال كې چې له سيمې تېرېدل نيول شوي دي.

په اندړو ولسوالي كې له نژدې يوې مياشتې راهيسې د وسله والو طالبانو او ځايي خلكو ترمنځ نښتې روانې دي.

دوه ورځې وړاندې، په اندړو ولسوالۍ کې د ملي پاڅون په نامه د یوې ډلې خبر هغه مهال رسنیو ته ووت، چې د الجزیرې تلوېزیون په دغه سیمه کې د پاڅون کوونکو په اړه یو رپوټ خپور کړ.

ددغه پاڅون یوه قومندان لطف الله کامران بي بي سي ته وویل، ددوی هدف یوازې د غزني د خلکو او راتلونکي نسل ژغورل دي.

ښاغلي کامران دا هم ویلي وو چې له تېرو څو کالو راهیسې له طالبانو د سیمې خلک تر پزې راغلي، همدا وه چې سیمه ییزو خلکو ملي پاڅون پیل کړ.

پاڅون کوونکي له ځانه سره وسلې لري، او په سیمه کې د طالبانو د نفوذ مخه نیسي، وايي چې هلته د ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو د پرانیستلو لپاره مبارزه کوي.