فهيم: دوه تابعيته چارواکي افغانستان ته خدمت نه شي کولی

فهیم

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، فهیم: ''مخکې زه د وطن پرستې خلاف وم، خو اوس مې نظر اوښتی دی.''

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال محمد قسیم فهیم د ځينو جګپوړو افغان چارواکو پر دوه ګونو تابعيتونو د نيوکې پرمهال ويلي چې دوی افغانستان ته خدمت نه شي کولی.

د ښاغلي فهیم په وینا، دغه کسان له هېواد او خپل ټاټوبي سره مینه نه لري.

نوموړی وايي، د تېر پرخلاف، اوس پر دې باور دی چې د وطن دوستۍ پرځای باید وطن پالنه ډېره شي.

محمد قسیم دا څرګندونې کابل کې د ملکي خدمتونو په ویاړ یوې جوړوې شوې غونډې ته کړې دي.

نوموړي وویل، چې لومړی باید وطن دوستي له حکومتي مامورینو پیل شي.

ښاغلي فهیم وویل، دوه تابعیته جګپوړي افغان چارواکي هېواد ته خدمت نه شي کولی:

''یوه ورځ مې د افغانستا د یوه جګپوړي حکومتي چارواکي له خولې واورېدل، چې لومړی تابعیت مې کاناډا دی او بیا د افغانستان مامور یم. دا هېڅ ممکن نه دی چې یوڅوک دې د کاناډا وي او افغانستان ته دې خدمت وکړي.''

له تېرو څو کالو راهیسې د افغانستان په کابینه او جګپوړو چارواکو کې د دوه تابعیته لرونکو کسانو موضوع له جنجالي مسایلو وه.

د کابینې ځینو غړو ولسي جرګه کې د باور د رایو اخیستو پرمهال ژمنه کېړ وه، چې له خپل بهرني یا دویم تابعیته به تېر شي.

خو داسې ښکاري چې تر اوسه هم دغو کسانو خپلې کړې خبرې نه دي عملي کړې.

پر همدې مهال، د ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال دا هم ویلي چې مخکې د وطن پرستې مخالف و، خو اوس دی خپله پر همدې نظر دی:

''مخکې مو چې له کمونیستانو سره مبارزه کوله، هغوی به ویل چې موږ وطن پرستان یو موږ به ویل چې نه خدای پرستي ووایاست، خو اوس چې د هېواد حالاتو ته ګورو، موږ هم د وطن پرستۍ په نظر یو. موږ پر دې باور یو، هغه څوک چې پر خپل وطن باور ونه لري، وطن پرست نه وي، هېڅکله دې خاورې ته خدمت نه شي کولی.''

د افغانستان د <link type="page"><caption> اساسي قانون</caption><url href="http://aelso.org/laws/constitution_og818.pdf" platform="highweb"/></link> د ۷۲ مادې پربنسټ، د حکومت وزیران باید د افغانستان تابعیت ولري او د دوه ګونو تابعیت لرونکو کسانو د صلاحیت د تایید یا رد لپاره په کابینه د غړیتوب لپاره ولسي جرګه پرېکړه کولی شي.

ولسي جرګې درې کاله مخکې یو داسې وړاندیز تصویب کړ، چې پربنسټ یې د کابینې دوه تابعیت لرونکو غړو ته باید د جرګې غړي د باور رایه ورنه کړي.

پر همدې مهال، داسې رپوټونه شته، چې لاهم د کابینې ځینې وزیرانو او جګپوړو حکومتي چارواکو خپل دویم تابعیت نه دې پرېښی.