مشرانو جرګې له امریکا سره ستراتیژيک تړون تایید کړ

مشرانو جرګه
د عکس تشریح، وړاندې د مشرانو جرگې ځينو غړو داسې ښوولې چې ښايي د همکاريو له لاسليک شوي سند سره مخالفت ونه ښيي.

د افغانستان مشرانو جرګې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو تړون په اکثریت رایو تایید کړ.

سناتورانو د یکشنبې په ورځ (جون درېیمه) ددغه سند د تایید او مخالفت لپاره رایې واچولې، چې ۱۳ کسان یې مخالفت وکړ، خو ۶۷ موافق وو.

مخکې داسې انګیرنې وې چې ګني د مشرانو جرګه به هم ښايي له دې سند سره مخالفت ونه ښيي.

د تېرې مې پر ۲۶مه افغان ولسي استازو له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو سند په لوى اکثريت تصويب کړ.

سند په افغانستان کې د امريکا اوږد مهالي پوځي شتوالي ته لار پرانيزي، که څه هم ټينگار کوي چې دا به د پوځي اډو د جوړولو مانا ونه لري.

مخکې داسې ادعاوې وې، چې ګني د پارلمان ځینو غړو ته ګاونډيو هېوادونو پیسې ورکړې، چې په جرګه کې د تصویبېدو په مخ کې خنډ شي.

کرزی او اوباما

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د کابل- واشنګټن دغه ستراتیژيک تړون د روانې مۍ پر دویمه کابل ته د بارک اوباما د یوه ناڅاپي سفر پرمهال له ولسمشر کرزي سره لاسلیک شو.

د کابل- واشنګټن دغه ستراتیژيک تړون د روانې مۍ پر دویمه کابل ته د بارک اوباما د یوه ناڅاپي سفر پرمهال له ولسمشر کرزي سره لاسلیک شو.

ددغه تړون له مخې به دواړه هېوادونه په پوځي او ناپوځي برخو کې د لسو کالو لپاره له یو بل سره ستراتیژيکه همکاري کوي.

وړاندې افغانستان کې داسې اندېښنې وې، چې ګني ځینې ګاونډي هېوادونه د افغانستان ولسي جرګه کې ددغه تړون د نه تصویب هلې ځلې کوي، خو د جرګې نننۍ پرېکړې وښوده چې دغو هڅو کومه نتیجه ورنه کړه.

افغانستان له استرالیا، جرمني، امريکا، برتانيا، ايټاليا، فرانسې او هند سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي، چې له امريکا سره د سند لاسليکولو يو شمېر ګاونډيان اندېښمن کړي دي.

افغانستان خپلو ګاونډيانو ته ډاډ ورکړی چې له لوېديځو هېوادونو سره دغه ډول تړونونه دوی ته هېڅ کوم ګواښ نه پېښوي.