پر افغان امريکا سند د مشرانو جرگه خبرې کوي

د افغانستان او متحدو ايالتونو ترمنځ لاسليک شوى ستراتيژيک سند د يکشنبې په ورځ ( د جون دريمه) د مشرانو جرګې عمومې غونډې ته وړاندې کېږي.
د ستراتيژيکو همکاريو سند تېره مياشت د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په کابل کې لاسليک کړ، چې د ولسي جرګې له خوا تصديق شو.
داسې ښکاري چې د مشرانو جرگه هم ښايي له دې سند سره مخالفت ونه ښيي.
د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو د کمېسيون رييس عارف الله پښتون وويل، چې د ستراتيژيکو همکاريو پر دغه سند د مشرانو جرګې ټولو کمېسيونونو بحث کړى او هېڅ يو يې په اړه مخالف نظر نه لري.
پښتون وويل: "په ټوليزه توګه زه ويلي شم، چې دغه تړون د هېواد په تاوان نه دى."
د مشرانو جرگې ريس فضل هادي مسلميار له رسنيو سره په خبرو کې ويلي په دغه سند کې ښې حکومتدارۍ، په امنيتي برخه کې مرستو، د اقتصاد پياوړتيا او بشري حقونو ته په کې پاملرنه شوې، چې همدغه د افغانستان غوښتنه هم ده.
ښاغلي مسلميار وويل چې په دغه تړون کې ښکاره داسې څه نشته، چې هغه د افغانستان په خير نه وي، خو بيا هم د سناتورانو خپل نظر دى، چې تاييدوي يې او که يې ردوي.
خو د مشرانو جرگې ريس پر دې سند د خپلې خوښۍ د څرگندولو پر وخت استدلال وکړ چې :
"زه ډېر خوشبين نه يم، چې د دغه هوکړه ليک په تصديق سره به د ګاونډيو لاسوهنه کمه شي؛ ځکه چې د بهرنيو په شتون کې ګاونډيان لاسوهنې کوي او هوکړه ليک خو يوازې د کاغذ پر مخ پراته مواد دي چې دواړو لورو پرې توافق کړى وي."








