د کندهار زندانيانو وضعيت ډير بد بلل شوى

د عکس سرچینه، b
د کندهار زندان زندانيانو له تيرو څلورو وروځو د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى و چې اوس د چارواکو په وينا ختم شوى دى.
چارواکي وايي دوى ژمنه کړې چې د زندانيانو غوښتنو ته به پام کوي.
د افغانستان د مشرانو جرگې يوۀ اووه کسيز پلاوي زندان ته د پنجشنبه په ورځ ( د مۍ دريمه) تر ورتگ وروسته د اسيرانو وضعيت خورا بد وبالۀ.
په مشرانو جرگه کې د کندهار استازي بسم الله افغانمل بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې اعتصاب د چارشنبه په ورځ ختم شوى خو دۀ پر چارواکو تور ولگاوۀ چې پر شوي تړون يې لا د وخته پښه ايښې ده.
ښاغلي افغانمل وويل د ځايي علماو په مرسته زندانيانو اعتصاب ختم کړ خو په لسگونو هغه زندانيان چې د نورو مشري يې کوله له کندهاره ايستل شوي او ښايي کابل ته استول شوي وي.
افغان سناتور دا د هغه جوړ جاړي خلاف گام وبالۀ چې د ځايي علماو په مرسته شوى و.
بسم الله افغانمل د زندانيانو وضعيت ډير بد وبالۀ او ويې ويل چې ډير داسې کسان يې ليدلي دي چې بې محاکمې په زندان کې شپې تيروي.
د مشرانو جرگې دغه استازي دا هم وويل چې د مخدره توکو د قاچاق په تور نيول شوي کسان د سياسي زندانيانو په ډله کې ساتل شوي او بد وضعيت ورسره کيږي.
دغه افغان سناتور وويل داسې شک ورپيدا شوى چې په لوى لاس د دغې سيمې له خلکو سره بد چلند کيږي چې د دۀ په وينا وپارول شي.
بسم الله افغانمل له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د کندهار د زندان ځانگړې څېړنه وکړي او که داسې ونه شي نو د دۀ په وينا بدې پايلې ښايي ولري.








