پښتو ډرامه کښوونکى ننگ يوسفزى ومړ

٨٢ کلن ننگ يوسفزى په پېښور کې د چارشنبه په ورځ ومړ.
ننگ يوسفزى د پښتونخوا په سوات کې زيږيدلى و خو په کندز کې اوسېدۀ.
د ظاهر شاه په واکمنۍ کې د کندز له ولايته د ولسي جرگې د وکيل په توگه ټاکل شوى و.
دوى د تياتر او راډيو لپاره په پښتو ژبه گڼې ډرامې ليکلې وې چې ډيرې يې د پام وړ وې.
د دوى د ډرامو يوه ټولگه د " زانگو" په نامۀ څو کاله وړاندې په څو سوو مخونو کې چاپ شوه.
تور زړونه سپين مخونه د دوى د يوۀ بل چاپ شوي اثر نوم دى.
ننگ يوسفزي د کابل په راډيو کې کلونه کار کړى دى او دغه راز يې د سياسي چارو د شنناندې په توگه په ورځپاڼو کې گڼې مقالې هم کښلي دي.
په اردو ژبه يې هم د ورځپاڼو کالمونه چاپ شوي دي.
د ننگ يوسفزي نثر ځانگړى بللى شوى او د خپل نسل ممتاز ډرامه کښوونکى ياديږي.








